تاند- د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ پر پروژې نن /پنجشنبه/ په عشق اباد کې د درو هیوادونو د همږغۍ د ګډې ډلې په غونډه کې خبرې وشوې.

له یوې اعلامیې سره سم، د خبرو په ترڅ کې د درو هیوادونو استازو د افغانستان، ترکمنستان او تاجګسنان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو د یادښت د اجرا کېدو په رڼا کې د ترانسپورت  په برخه کې پر خپل منځي اړیکو خبرې وکړې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر مرستیال له خپل ترکمن ساري سره د دوو هیوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې.

د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستتان د اورګاډي د پټلۍ پر پروژې د تېر کال په جون میاشت کې سلا وشوه. دا پټلۍ د درو هیوادونو د ستراتیژیکو، سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره مهمه ګڼل کېږي او تمه ده چې په راتلونکې کې چین، ایران او قرغیزستان هم پکې شریک شي.

دا پروژه تېر کال په ترکمنستان کې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو په حضور کې پرانستل شوه. ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د افغانستان له لارې تاجکستان ته وغځېږي.

دا پټلۍ به په منځنۍ اسیا کې یو نوی ترانسپورتي دهلېز پرانیزي او د هند سمندر ته به د منځنۍ اسیا د هیوادونو د رسېدو لار لنډه کړي.

د افغانستان له لارې د هند سمندر د منځنۍ اسیا د هیوادونو لپاره د روسیې له لارې د بالتیک تر سمندرګي دوه هومره لنډه دی.

د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د پایپ لاین پروژه هم په لومړنیو پړاوونو کې ده. ټولو خواوو موافقه پرې کړې او اوس پانګوونکو ته انتظار ایستل کطږي.

دغه راز له تاجکستان او قرغیزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د مزې پر غځېدو هم سلا شوې ده.

افغانستان هیله لري چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ په یو ترانزیتي پُل بدل شي. داسي یو وضعیت به نه یوازې له اقتصادي نظره افغانستان ته ډېره ګټه په برخه کړي بلکې په سیمه کې به له سیاسي او ستراتیژیک پلوه هم د افغانستان اهمیت لا زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *