اور بلېده. زما اروا ترې تاوېده. له لمبو سره یې غږېده. زه له ناچارۍ ورته غوږ وم . لرګیو ساندې بللې، خو له خپل درده نه، د خپل غم لپاره نه.

دا د یوې تېرې پېړۍ د سوځېدا بې غږه چیغې وې. دا د مینې کیسې وې. د انتظار شېبې وې. دا د دوی پر سټو د کښل شوې یادګاري کرښو ژړا وه. دا د مینانو د رازونو خزانې وې.

اخ، نن د دوی سټو ته هم تبر برابر شو. نن غېږې غېږې زما مخې ته،  ټوټې ټوټې پرتې دي. نن زما د سترګو په وړاندې لمبه کېږي. زه یې ساندې اورم، خو لاسونه مې لنډ دي نه ورسېږي.

02/08/2014

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *