ګل رحمان رحماني

دل را بسوز تا سخنت دلنشين شود
انشای شعر خوب به دعوا نميشود

                                     فاني

  ټولنيز ناورینونه که له یوې خوا په خلکو کې د فکر او ټولنیزې ویښتیا بنسټونه زیانمنوي او یايې له یوې مخې له منځه وړي، خو له بلې خوا دا ډول ناورینونه داسې یوه ازمايښت ته هم ورته وي چې موږ ته هېر شوي اتلان را په ګوته کوي، یا په بل عبارت د هر مسلک غوره او خواخوږي استازي یا اتلان په کې ځان څرګندوي.

دوی ته ځکه اتلان وایو چې د ټولنیزو غمیزو پر مهال يې له عام ذهنیت سره چې ډېر ځله تقليدي بڼه لري، ملتیا نه کوي، حق وايي، د انسانیت او انساني حقونو د خوندیتوب لپاره ځان داسې ازمایښت ته وړاندې کوي چې بریا يې د هغه د ژوند په زمانه کې ډېره یقیني نه برېښي، خو د انسانیت او حق لپاره د دوی قرباني بیخي یقیني ده.

دا موضوع باید زموږ سره هم د سترو شخصیتونو او د هغوی د عالي او انساني افکارو د پېژندنې او تشخیص لپاره یو معیار وي. ځکه د دوی ارماني او اېډیال ژوند په حقیقت کې هغه هدف دی چې موږ لا نه يو ورسېدلي اوغواړو چې پاتې ژوند په کې تېر کړو.

په انسانیت او بشري بيوستون او ټولنيز فکرمین ادبیان د ټولنیزو ناورینو پر مهال د مينې او ښکلا د داسې استازو په توګه ځان را پېژني چې یوازې مینه وال يې نه، بلکې بشریت يې د فکري مبارزې او سوکالۍ احسامن دی.

نن چې موږ د چا په اړه خبرې کوو، له شک پرته چې په افغانستان کې د اور او وینو په دوو لسیزو کې نه یوازې چې د خپل شعر له لارې د انسانیت، مینې، بشري حقونو او په ټوله کې د ژوند استازي پاتې شوي، بلکې د شعر او شاعرانه هنر ډېوې يې هم د سیاسي شعارونو له سپېرو بادونو ژغورلې دي.

ارواښاد رزاق فاني” زوکړه: ١٣٢٢کابل. مرګ: ١٣٨٧ امريکا” او ارواښاد اسحاق ننګیال” زوکړه: ١٣٣٥ لغمان. مرګ ١٣٧٧پېښور” د افغانستان د پښتو او دري معاصر شعر يا د ځينو په خبره د نوي شعر هغه استازي شاعران دي چې د شعارونو او اورونو په زمانه کې يې افغان شعر د شوروي لښکرو له یرغل نه تر کورنیو فکر او هنر وژونکو جګړو او بیا تر خپلې کډوالۍ او د ژوند تر وروستیو شېبو پورې نه یوازې چې وپاله، بلکې د معاصر شعر په ځانګړي ډول سپین شعر بنسټونه يې هم کېښودل.

د ارواښاد ننګیال د وروستیو درېیو لسیزو شعرونه که موږ ته له انسان او طبیعت سره د مینې درسونه د نوو شعري او هنري تجربو سره وړاندې کوي، نو د اوراښاد فاني غزلونه هم د افغانستان د هغه مهال د ټولنیزو شرایطو پر بنسټ ناب او واقعي انځورونه لري چې صداقت په کې ویده دی او معصومانه تغزل په کې څرکونه وهي.

د دوى شاعري په داسې مهال کې خپل شاعرانه اوج ته رسېږي چې د شعر او ادب پر ګلبوټو يا د شعارونو او سياستونو سيورى خپور دى او يا هم اکثره شاعران د خپل شعر د کلاسيک پير په لومو کې بند دي او د نوي شعر لپاره يا خو څه نه لري او يا دا ډول تجربو ته نه پرېښودل کېږي.

خو دوی دواړو د خپل شعر له لارې د شعارونو او غیر ملي سیاستونو قلمي بازار مات کړ او په یوه داسې زمانه کې يې د انسانیت،  بشري حقونو، ټولنیزعدالت او ملي پخلاینې غږ اوچت کړی چې نه د نن په څېر د بشري حقونو مدافع بنسټونو او نه هم د انسانیت نړيوالو خواخوږو شتون درلود او نه هم دا ډول غږ د نړیوالو او کورنیو مبارزینو له لوري بدرګه کېده. دوى هم په حالاتو شاعرانه نقد وکړ او هم يې ولس ته د راوتلو لارې چارې په ډېره مېړانه وښودې.

ارواښاد رزاق فاني وايي:

غزل
اين شب ز بخت کيست که فردا نميشود
بال سحر که بسته که پيدا نميشود
ای دل صبور باش و به تدبير تکيه کن
از آه و ناله ، درد مدوا نميشود
ديگر کشاد کار خود از غير کم طلب
اين عقده جز به دست خودت وا نميشود
بايد بهم رسيم که موجي شود بلند
هر قطره يي عليحده دريا نميشود
زاهد دعا مخوان به سر کشتگان عشق
هر بلهوس حريف مسيحا نميشود
آزاده گي به خون جگر غوطه خوردن است
هر داغ ديده ، لاله ً صحرا نميشود
دل را بسوز تا سخنت دلنشين شود
انشای شعر خوب به دعوا نميشود

د ارواښاد ننګیال شعر هم د اوچت تخیل او تصویري هنر تر څنګ د فاني غزل ته ورته پیغامونه لري، له يوه مشترک درده يې نارې وهلې او د هغه مهال روان ناورینونه چې ډېرو ته به بری ښکارېده، شاعر په کې د خپل ناڅرګند برخليک بریدونه هم لیدل او خلکو ته يې ویل چې دا لار چېرته تللې ده او موږ چېرته يوو؟

یو ستوری ستورو وواژه یو لمر د سبا مات سو
د غرونو په لاسونو مي یو غر د سبا مات سو

منم چي سپین سبا دی شپه کوچۍ شوه چیرته لاړه 
موسم د سبا راغی خو وزر د سبا مات سو

دا بیا مي د نشو په ګناه څه نیسې زاهده ؟
ساقي لاړه منصور شو او ساغر د سبا مات سو

دا شپې پرېږده اوږدې شي ان چي ستوري څانګي وکړي
کلاله! ستا په لاس کي چې هنر د سبا مات سو

موږ وړ د رڼا نه یو تښتېدلو وریځو راشی!
رهبر د سبا نشته دی، لښکر د سبا مات سو

یادو دواړو شاعرانو د افغانستان د کورنیو جګړو او لالهاندیو دومره عاطفي انځورونه وړاندې کړي چې نن هم ډېر سخت زړونه نرموي او دا اغېز به ستر انساني عظمت ته د هغوی د بې ساري درناوي په خاطر تر پېړیو پورې روښانه پاتې وي.

د لمریزې پېړۍ د شپېتو کلونو په اړه خو د ارواښاد فاني د صدف په نوم غزل بیخي د افغانستان د مظلومیت یو سیمبول و او شاعر په خپل هنر او عاطفه د کاڼو په څېر زړونو کې هم د عاطفې، مینې او رحم زړي وشیندل چې را زرغون هم شول او لا به زرغونېږي.

همه جا دکان رنگ است همه رنگ ميفروشند
دل من به شيشه سوزد همه سنگ ميفروشند
دل کس به کس نسوزد به محيط ما به حدی 
که غزال چوچه اش را به پلنگ ميفروشد
مدتيست کس نديده گهری به قلزم ما 
که صدف هر آنچه دارد به نهنگ ميفروشد
ز تنور طبع فانی تو مجو سرود آرام 
مطلب گل از دکانی که تفنگ ميفروشد

په ورته ډول بیا د ارواښاد اسحاق ننګیال د بنګړیوالې ترور او ښکاري اشنا دوه سپین شعرونه په ورته مفهوم سره دومره عام شول چې که نن هم څوک غواړي چې د هغه مهال د ناورین کوم تریخ البم ولري، نو د ننګیال ټول شعرونه په ځانګړي ډول دغه دوه ستر او شهکار شعرونه يې هیله پوره کولی شي.

اې ښکاري اشنا!

درته سلام کوم

پرېږده چي دا سپیني مرغۍ والوزي

لاړي شي جوړې جوړې ګلونه شي

ښکلي شي ښايسته شي امېلونه شي

واخلي په وزرنو کي تنکي بچي

وموښي سینو کي ګلالي بچي

سپیني سرې مښوکي زرکني بچي

فاني خلکو ته په بیا بیا وايي چې پاڅېږئ، د ژوندو په څېر ژوند وکړئ، د خپل واک، ارادې، فکر او ژوند څښتنان شی. ددې پیغامونو په وړاندې کولو کې د شاعر رول بیخي یوه ټولنیز او د انسانیت خواخوږي مبلغ ته پاتې شوی دی. هغه وايي:

تکيه بر زنده گان کنيد ای قوم
تاج بر فرق مردگان نزنيد

یا

بايد بهم رسيم که موجي شود بلند
هر قطره يي عليحده دريا نميشود

د طبعیت د رښتیني انځورګري په برخه کې هم د دواړو شعرونه اصلي، انساني او ناب تصویرونه لري، خو دومره چې د ننګیال شعرونه پر باندیني طبعیت ولاړ دي، خو د فاني بیا تر ډېره د دروني طبعیت خواږه او ترخه انځورونه وړاندې کوی، خو د ویښتابه او اغېز په برخه کې دواړو غوره او مثبت رول لوبولی دی. دواړو له دې خاورې د ورکې رڼا په موندلو پسې ستړي او لالهاند دي.

ننګیال وايي:

لښتي وچ شول

ويالې ورانې

سين د تورو كاڼو غر شو

اوس حيران يم چې د كلي

دا هيلۍ به چيرته لامبي؟

د فاني شعر کې بیا د دروني تصویرګري سره ځانګړې پېغوریزه ژبه هم ملګرې ده چې ددې لپاره خپل ځانګړې کرکټرونه او سمبولونه لري. د یوه ازاد شعر یوه برخه يې داسې ده:

هه ! ؟

روز را پرسیدی ؟

چقدر بی خبری !

سالها شد که درین شهر شب است

تو کجا خواب  بُدی ؟

حملة را هزنا ن یا دت نیست؟

که به همدستی چند تا نا مرد

هر کجا روزنة را د یدند

که از آ ن نور تصور می رفت

همه را بربستند

و به هر خانه که قندیل فروزا نی بود

همه را بشکستند

و از آ ن روز به بعد

شهر در ظلمت جاوید نشست

بال خورشید شکست

و دگر روز نیامد

له دې بېلګو او د دواړو شاعرانو په ګڼو شعري ټولګو کې ګورو چې دوی خپل شاعرانه ټولنیز رسالت په ښه ډول ادا کړی دی او ځانونه يې د نږدې درېیو لسیزو خونړیو شپو ورځو او ناخوالو په عیني او درېیم ګړو شاهدانو بل کړي او شعرونو ته يې د نوي شعر د اوچتو هنري بېلګو تر څنګ ژوندی تاریخ هم ویلی شو.

د دوی دواړو بل ګډ هنر په دې کې دی چې شعرونو او نظمونو ته يې حکایوي بڼه ورکړې، د خپل چاپېریال د بلاوو او پرښتو لپاره يې ځانګړي سمبولونه وضعه کړي او په شعرونو يې د ښکلي هنري داستان تنده هم ماتېږي چې تر شا يې پراخه ماناګانې، رازونه او فکرونه پراته دي.

امشب از موج شنيدم
که به اندوه بزرگ
در بُن گوش يکي سنگ حکايت ميکرد

په همدې ډول د ننګیال د شاعرۍ ډېر کرکټرونه په طبعیت کې موجود عناصر دي چې په مکالمو کې يې پوره شعري منطق او فطري ښکلا ته پاملرنه کړې ده.

زما د زړه دښته کې څاڅکي د باران نه ووري

زما د سترګو چینه وچه ده

د اوښکو مرغلرې ورنه غلو وړې دي

څوکاله وشول چې ږلۍ مې د زړګي پر فصل ووري اوکیږدۍ مې

توپانونه وړي

نوستا د یاد هغو ګلونو ته باران

هغو کبانو ته اوبه

اودې هوسۍ ته به شپونکې څنګه شم؟

ددغه دواړو شاعرانو د شاعرۍ یوه بله برخه د جلا وطنۍ یا کډوالۍ د مهال شاعري ده چې ارواښاد ننګیال په پاکستان او ارواښاد فاني د امریکا له کلفورنیا کې په خپل هېواد، خلکو او خاوره پسې اوښکې تويې کړې او هغه درد ورته دوه چنده شوی دی چې دوی په وطن کې په ډېره بې وسۍ تجربه کړی او زغملی و.

د جلا وطنۍ دغه درد چې اخر يې دغه دواړه هستۍ له موږ په جلا وطنۍ کې واخيستې، د يوه شاعر لپاره ځکه ډېر تريخ او ځورونکى دى چې د شاعر طبعيت تر نورو ډېر نازک او زړه يې په ولسي اصطلاح دومره نرۍ وي چې د وطن په تشو يادونو هم ژړا ورځي.

د دوی حق په دا ډول ناستو او يا تلین نيولو نه ادا کېږي، اړینه ده چې پر فکر او شاعرۍ يې اکاډمیکې څېړنې وشي، څو هم شاعر او هم عام لوستونکي ته د ښه او بد شعر د تفکيک تر څنګ په ناورین ځپلو یا بحراني ټولنو کې د شاعر ټولنیز او انساني رسالت په لا ښه ډول روښانه شي.

ددې تر څنګ د دوی تر منځ د فکري ورته والي او انساني ګډو مشترکاتو، خاورې او هېواد ژغورنې لپاره پنځولي شهکار شعرونه د پښتو او درې ژبې د شاعرانو او لیکوالو تر منځ د پیوستون او بشري ارزښتونو د پالنې په برخه کې د ګډ کار یوه ښه بېلګه کېدلی شي.

درنښت

One thought on “د اور لسیزې او د انسانیت دوه استازي | ګل رحمن رحماني”
  1. گرانه رحماني
    يوه رښتينې نومېرنه (تشخيص) دې کړې درته مرغ ښه وايم زيار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *