د خپرندوى يادښت –
اوسني ليکوال د پښتنو ليکوالو تذکره ده چي ليکوال ئې فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا دئ لومړى چاپ ئې د مطبوعاتو د مستقبل رياست له خوا په په دريو ټوکونو کي په مسلسل ډول لومړى ټوک په ١٣٤٠ ش ، دوهم ټوک په ١٣٤١ ش او دريم ټوک په ١٣٤٦ ش کلونو خپاره سول، چي ورپسې ٤٢ کاله وروسته ئې دوهم
چاپ د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا په يوه ټوک کي د زر ټوکه په تېراژ له نوي ترتيب او زياتونو سره خپور سو، چي په لږ وخت کي ئې د دوهم چاپ ټولي نسخې په بازار کي خلاصي سوې، د ټولني ضرورت ته په کتو او د خلکو د غوښتني پر اساس مو د دريم چاپ په اړه له ښاغلي مطيع الله روهيال سره
خبره شريکه کړه او د نورو چاپونو د حق امتياز مو ځني واخيستى، له ښاغلي روهيال څخه په مننه چي د اوسني ليکوال د چاپ او خپرېدو ټول امتيازات ئې موږ ته راکړل.
د په پښتو ادبياتو کي د تذکره ليکني بنسټ د (٦١٢) هجري قمري څخه راشروع دئ، لومړۍ هغه تذکره چي د پښتو ادب تاريخ ئې تر لرغوني زماني پوري رسولى د سليمان ماکو تذکرة الاولياء دئ چي په (٦١٢) هجري قمري کال تصنيف سوى دئ.
دوهمه تذکره چي د پښتو ژبي تاريخ ئې ان تر دوهمي هجري پېړۍ پوري ورساوه د محمد هوتک پټه خزانه ده چي د (١١٤١- ١١٤٢) په حدودو کي د هوتکي واکمن شاه حسين هوتک په امر تاليف سوه.
هدا ډول په را ورستو کي د علامه حبيبي پښتانه شعرا د لرغوني او منځنى دورې يوه کامله او ارزښتناکه تذکره ده چي لومړى ټوک ئې په (١٣٢٠ش -١٩٤١ع) او ورپسې مسلسل ئې څلور نور ټوکونه چاپ سوي دي.
او تر هغه وروسته همدا د اوسني ليکوال غوښنه او پر محتوا تذکره ده چي استاد عبدالرؤف بېنوا تصنيف کړې ، چي لا تر دې وخته د اوسنيو ليکوالو بله دا ډول مغتنمه او کامله تذکره نه تر سترګو کېږي.
د تذکرې په مټ کولاى سو خپل هغه اسلاف، پوهان او مشاهير وپېژنو چي دې ټولني ته ئې يو څه کړي وي، تذکره د ډېرو مشاهيرو يادونه زموږ په زړو کي را ژوندي کوي او د ډېرو داسي ليکوالو، پوهانو او شاعرانو د ژوند تاريک اړخونه راته روښانه کوي چي لا تر دې مهاله ئې موږ له ژونده هيڅ حال نه
لرو.
تذکره د يوې ټولني اساس او بنياد جوړوي، د پښتو ادب تاريخ ته لوى وياړ او لرغونتوب د پښتو ادب تر ټولو لرغوني تذکرې پټي خزانې او د تذکرة الاولياء څو پاڼو ورپه برخه کړى دئ ، چي عملا د پښتنو او پښتو ادب اساس همدې دوو تذکرو ايښى دئ، د دا ډول تذکرو اهميت او په ټولنه کي د اوسني ليکوال د ارزښت په نيامت دا دئ ددې کتاب دريم چاپ تاسي ته وړاندي کېږي.
په دې هيله چي کتاب مو د استفادې وړ وګرځي.
محمد عمر
٢/ ١٠/ ۱۳٩٣ ش
دا خبره بیخی په ځای ده چی وایی « که د پخوانیو له حلاتو نه خبر تیا ونه لرو نو راتلونکو ته به هیچ شی پری نه ښودلی شو » هرڅوک چی مونږ ته زمونږ د لرغونی زمانی د اوسیدونکو د ژوندانه د اړخونو په هکله نوی او تازه مغلومات را پیدا کوی په هماغه اندازه هفوی مونږ ته او مونږه راتلونکو ته نژدی کوی . زه د ځان له خوا او د خپلو دوستانو له ځوا ددی ډول هڅو کونکو فرهنګیانو ته کور ودانی وایم او یوبل سره ورته په دی لوی او با ارزښته کار کی د لا زیانو همکاریو غوښتونکی یم ،د ټولو دی کور ودان وی . په درناوی
سلامونه
اوسني ليکوال کتاب چيري ؟ او سنګه تر لاسه کولاى سو؟
اوسني ليکوال پر لاندي ادرس تر لاسه کولاى سئ:
صداقت خپرندويه ټولنه- کندهار
اړيکي:
٠٧٠٠٣٠٩٢٤٤
ايمېل ادرس:
[email protected]