د طالب له راتګ مه ویرېږﺉ، افغان طالب هم ددې ملک سړی دی، خو که پخپله تګلاره یو ځل بیا کتنه وکړي. نه د بهرنیانو په مټ د سي پلان په اساس بېرته د طالب د راتګ امکان شته او نه په پخوانۍ اندازه ولسي حمایه لري، هغه چې لري یې هم عوامل یې بېرته اوسني نظام ته راګرځي.

د لسګونو هېوادونو د مشرانو ستوني پدې وچ شول، چې نا امني، طالب او ټوپک بېرته د راتګ په حال کې دي او که دا کار وشي، نو د دوی د تېرو دولسو کلونو لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي، خو پدې څوک هم ونه غږېدل، چې د نظام په داخل کې د دولسو کلونو د لاسته راوړونکو له چیلنجونکو سره څه په کار دي؟ آیا دغه لاسته راوړنې د نظام په داخل کې هم خوندي شوې دي او کنه؟ په راتلونکې کې یې د غځولو لپاره څه کېدای شي؟

دا خبره خو بیخي عادي شوې، چې طالب له سرحدونو هاغې غاړې اوسېږي او له سرحدونو را اړول کېږي. د طالب په لاس د اوسني نظام د سقوط لپاره له سرحده تر ارګه ډېره فاصله پاتې ده.

د افغانستان په تاریخ کې ارګ تل د ارګ له منځه سقوط کړی، دا ځل هم که سقوط کوي، نو عوامل به یې هلته یو څو شته کسان وي، چې همدا اوس مستقیماً د اوامرو د قوماندې صلاحیت لري.

ددې ځل سقوط به له پخوانیو هغو سره توپیر لري، یوازې همدومره چې د لونګۍ پرځای به یې دریشي اغوستې وي، د پیکا او راکېټ لانچر د چلولو پرځای به قومانده چلوي او د قوماندې تر ځایه به یې ورتګ هم ډېر وخت ځکه ونه غواړي، چې همالته به تیار موجودي وي.

هېڅ نظام مستقیماً د نظامي مداخلې په اساس ندی چپه شوی، هغه چې چپه شوي هم دي، تر شا یې د عواملو قضیه بېرته لاندنیو عواملو ته ورګرځي.

ټوپکسالاري:

په واک کې د ټوپکسالارانو حاکمیت ددې باعث دی، چې له خطر سره یې د ګټو په مخ کېدو عکس العمل وښیي.

د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جمیز ډبنیر په خپل کتاب (له طالبانو وروسته په افغانستان کې ملت جوړونه، ژباړن ډاکتر ځلاند) کې لیکلي، کله چې امریکا وغوښتل په افغانستان برید وکړي، نو د سیمه ییزو قوماندانانو د خلع سلاح کولو طرحه یې رد کړه او دلیل یې داو، چې که د پیسو او اړیکو په واسطه دغه خلک رام کړای شي، نو له موږ سره د طالبانو په ځپلو کې مرسته کولای شي.

ورته طرحه د اوسني نظام هم ده، خو دوی د ګټې پرځای ډېر تاوان پېښ کړی دی. پدوی پسې د سلو یا یو نیم سلو کسانو حمایت تل د نظام د چلېنجولو لپاره کارول کېږي. ددې ادعاو ښې بېلګې په تېره روژه کې د دوستم او د جوزجان د والي عالم ساعي پېښه وه.

د هرات د پخواني والي او اسماعیل خان جنجال یې بله هغه ده، خو د یو څو کسانو د ملاتړ له وېرې یې نظام هم په پوښتلو پاتې راغلی.

حاکم نظام هم د خپل قدرت پرمهال له ټوپکسالارانو سره له نرمې کار واخیست او نن مجبور دی له وېرې یې هم غوښتنو ته غاړه کېږدي.

ایډیالوژیک امتیازات:

په تېرو دولسو کلونو کې ولسمشر کرزي هر کله په یو شمېر مهمو موضوعاتو کې له جهادي قوماندانانو مشوره اخیستې. مشوره ښه کار دی، خو د جهادي قوماندانانو د ونډې موضوع ددې مشورې یوه څنډه ده.  اوس هم د ارګ په مهمو پرېکړو کې جهادي قوماندانان خپلې برخې لري. دوی چې پخوا جهادي قوماندانان پاتې دي خپل جهاد په ولس خرڅوي او په بدل کې یې له نظام امتیازات غواړي. دولت مجبور دی ورسره یې ومني، د مخالفت نتیجه په ټوپکسالاري اوړي او د نظام چپه کولو لپاره بیا له دوی ډېر خطرناک بل څوک نشته. ځکه غل هغه کور ښه په اسانۍ تالا کولای شي، چې د کورنۍ یو غړی هم پکې دخیل وي.

د ځمکې مافیا:

پورتنۍ دوه ډلې د ځمکې د غصب تر ټولو خطرناکه مافیا ده. د ولس یوې برخې ته د حصې په منلو هغوی غلامان ګرځوي، که نظام هم ورسره د حساب کتاب غږ پورته کړي مقابلې ته تیار ناست دي. تېره اونۍ محور ورځپاڼې یو راپور خپور کړ، چې د کابل خاکجبار ولسوالي سقوط کېږي.

خاکجبار خو ډېر لرې ده، د کابل احمد شاه بابا مېنه یا ارزان قیمت کې له څلویښت متره سړک هاغه غاړه سمه باړه ده. ټوپکوال په رڼا ورځ وسلې په غاړه ګرځي او د ځمکې د مافیا دوه بانډونه یو بل سره وهي. د رام کولو لپاره د پولیسو مداخله ایله د یوه بانډ په حمایت کې ده او په همدې حالت نسبي ارام دی. که پولیس مداخله ونه کړي او د یوه ډېر زورور لوري حمایت ونه کړي دوه برابر قوتونه به کابل ښار بېرته نویمو لسیزو ته ورګرځوي.

که همدا نن د دوی ګټې تر پوښتنې لاندې راشي او حکومت یې د حساب کتاب تابیا وکړي، نو د کابل ښار د احمدشاه بابا له څنډ‌ې څخه د نظام د سقوط پیل وګورﺉ.

له قانون نه مبرا:

پارلماني، دولتي او ایډیالوژیک مصونیتونه هغه برخې دي، چې عاملین یې د هېڅ غیر قانوني کار په بدل کې نه محاکمه کېږي او نه څوک دا واک لري. کابل د ځمکې مافیا وېشلی، شمال د ټوپکوالو ډلو ترمنځ وېشل شوی او ختیځ د سوداګرو د سیالۍ مرکز دی، که امنیتي ځواکونه ددغو کړیو نومونه افشا هم کړي څوک یې نشي نیولی او له قانون نه مبرا حالت خوندي کړي دي. ددې پېښو بېلګې د الله ګل مجاهد او کورنیو چارو وزارت جنجال ښودلی شو. همدا ډول د مالیې وزیر او یو شمېر وکیلانو رسواییو ته هم ګوته نیول کېدای شي.

نظامي کمزورتیا:

د پورتنیو عواملو سربېره د نظامي ځواک کمزورتیا هم د نظام د سقوط عامل کېدلای شي. امنیتي ځواکونه په درنو وسلو تجهیز ندي او پوره جنګي مهارتونه هم زده نه لري. که نظامي قوه غښتلې وای د پورتنیو عواملو د رفع کېدو باعث هم کېدلای شوای.

ډېر کله یوازې د تجهیزاتو لرل هم له دښمن سره مقابله نشي کامیابولی. د کشفي ارګانونو کمزورتیا او له جنګي تاکتیکونو سره نا بدلتیا هم د سرحدونو، ښارونو، وزارتونو او مهمو ځایونو د امنیت په خوندي کولو کې د پاتې راتلو باعث کېږي. د دغو عواملو ډېره برخه یې د نظام په داخل کې دي، نو که همدوی د اوسني نظام د سقوط لوی عوامل دي او د همدوی له خولې د طالب په واسطه د نظام د سقوط چیغې اورېدل ددې لپاره دي، چې ورسره لاره لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *