تاند- جاپانیانو د میني روبوټ په نوم یو کوچنی روبوټ جوړ کړی چې خلکو ته خبرداری ورکوي چې د جاپان نفوس کمېږي او د بوډاګانو شمېر په ډېرېدو دی.

په جاپان کې د نورو سترو صنعتي هیوادونو په پرتله د زړو یا د ډېر عمر لرونکو شمېر زیات دی.

د اولاد له پیدا کولو سره د جاپانیانو نه لېوالتیا د دې سبب شوې چې په دغه هیواد کې د ځوانانو شمېر لږ وي او په مقابل کې یې بوډاګان زیات شي.

په جاپان کې له دې سره سره چې نه جنګ شته، نه وچکالي او نه کاختي خو بیا هم د زړو د شمېر زیاتېدل په دغه هیواد کې په یوې ټولنیزې ستونزې بدل شوي دي.

د روبوټ جوړوونکي وايي چې دا میني روبوټ، چې غټې سترګې لري، د انسان د لاس د رغوي هومره دی او کېدای شي چې ښځې ورڅخه د اولاد لرلو الهام واخلي.

د دغه روبوټ ډیزاینر فویمینوري کاتا یوکا وايي چې دا میني روبوټ هر کار په خپله نه شي کولی او په حقیقت کې د یوه ماشوم په شان مور و پلار ته اړتیا لري.

دی زیاتوي، د روبوټ کمزوري ټکي او لویانو ته اړتیا د دې سبب کېږي چې خاوند یې ورته خاص پام وکړي.

دا کوچنی روبوټ سترګې بندولی، خلاصولی او رغړولی او د یوه ماشوم په شان ځیني الفاظ ویلی شي.

د دغه روبوټ بیه ۳۹۲ ډالره ټاکل شوې او له راتلونکي کاله به یې تویوتا کمپنۍ بازار ته وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *