هر هغه درمل یا توکي چې د اولاد د لرې کېدو لامل ګرځي. د څو پېړیو لپاره د اولاد د لرې کولو درمل د بوټو له پاڼو جوړېده، له پاڼو څخه تېل وېستل کېدل او یا خیشتېدلې او بیا د درملو په توګه کارېدلې لکه بیلنی (pennyroyal) چې د ډول علمي نوم یې (Mentha pulegium) ده، یا انجلیکا بوټی (Angelica) چې د ډول علمي نوم یې (Angelica species) ده او یا له تانسي زېړ ګل (Tansy) چې د ډول علمي نوم یې (Tanacetum vulgare) ده. په ۲۱ پېړۍ کې نور دا ډول د جنین سقط نه ترسره کیږي ځکه چې دا طریقه په ښځه کې زهري عکس العمل پیدا کوي لکه قی کول (vomiting)، خونریزي (hemorrhages)، عضلاتي بې نظمي او داسې نور.
 
ریښتیني د اولاد لرې کولو درمل تر ۲۰ پېړۍ پورې نه وو جوړ شوي. کله چې د حجرې د وېش او ودې تر شا په بیوکیمیکل بهیر او د مثل تولید په بهیر کې د هورمون په رول باندې انسانان پوه شول نو د ریښتینو درملو په جوړولو وتوانېدل. تر ټولو عصري درمل د مایف پرېسټون (mifepristone) او میتو ټرېکزېټ (Methotrexate) په نامه دي. د اومیندوارۍ په لمړیو اوونیو کې له مصنوعي (prostaglandin misoprostol) سره یو ځای کاریږي.
 
میسوپروسټول د زېلانځ په انقباض کې مرسته کوي. که چېرې یوازې میسوپروسټول وکاریږي له زېلانځ څخه پرېوان یا پېروان
او د ودې حال کې جنین لرې کولای شي خو له (Methotrexate) یا (mifepristone) سره ډېر اغیزمن دي.
 
مایف پریسټون درمل له پروجیسټرون (progesterone) سره سیالي کوي تر د حجرې د ریسپټور (receptor) وصل کېدونکي برخه ونیسي. دا درمل هورمون مخه ډب کوي تر څو د زېلانځ داخلي استر (inner lining) سره القاح شوې هګۍ پیوند نشي. که چېرې مایف پریسټون د اومیندوارۍ په پېل کې وکارول شي د زېلانځداخلي استر یا پوښ ته زېان اړوي. همداسې که چېرې د میسو پروسټول ډوز خوړلو ته ادامه ورکړل شي نو د ودې حال کې جنین او د زېلانځ د ځینو برخو د وتلو لامل ګرځي.
 
میتو ټرېکزېټ (Methotrexate) درمل کوم چې د تذریق له لارې کاریږي د جنین د حجرو د چټک وېش مخه نیسي، د پرېوان یا پېروان
د ودې مخه نیسي. کله چې د ودې کولو مخه ډب شي له هغې وروسته بیا میسو پروسټول (misoprostol) د جنین د لرې کېدو بهیر بشپړ کوي.
 
lethal
یو څه چې د مرګ لامل ګرځي. د مرګ لامل کېدونکي
embryo
جنین، په هګۍ یا زېلانځ کې، نا پیدا شوی د ودې حال کې اولاد
placenta
پرته له مارسوپیل او مونوټرېم څخه د ټولو تی لرونکو اومیندواره ښځینه په زېلانځ کې ګرد دایروي غړی وي په کوم پسې چې د اولاد د نو کلمه نښتې وي او د ودې حال کې جنین ځان ترې تغذیه کوي.
steroid
جنسي هورمون
progesterone
یو جنسي هورمون ده کوم چې د (corpus luteum) لخوا پرېښودل کیږي کوم چې زېلانځ اومیندوارۍ ته چمتو کوي.
corpus luteum
د هورمون د ترشح کولو جوړښت ده کوم چې د ښځې د هګیو کیسه کې د نطفې د حجرو له خالي کېدو وروسته وده کوي خو کله چې اومیندواري پېل شي دا جوړښت له منځه ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *