ولتر

 فرانسوا ولټر په (۱۶۹۴زیږديز ) کال کې د فرانسې په پاریس ښار کې دنيا ته راغلی و، مور يې د اشرافو له کورنۍ څخه وه خو د مېړه په کور کې يې د غريبۍ ژوند و، کیدای شي همدا لامل و چې د ولټر د پيدایښت سره سم يې ساه ختلې او په بڼه وچکلک او خوارځواکی ولټر بې موره پاته شو، روزنه او پالنه يې ورور ته پاته شوه، نوم يې ورباندې ( فرانس وا ماري اوريه) کېښودلو، پلار يې يوه ورځ هم دا تمه نه در لوده چې زوی به يې ژوندی پاته شي، خو ولټر ته خدای ۴۷ کاله ژوند ور نصیب کړ.

له اره فرانسوی اوريه هغه وخت په نړۍ کې د ولټر په نامه وپېږندل شو چې د زندان تورې خونې ته ننه ایستل شو او له هغه ځایه يې د اشعارو او حماسوکتاب خپور شو.

د ولټر په اړه ويل شوي چې په سپین سترګۍ کې د مور خواته تللی خو په تعاقل او مزاج کې يې پلارته  ورته شوی و.

ولټر د خپل مشر ورور (ارمان) په لاس وروزل شو او هغه وو چې د ورور د ښې پالنې له امله يې نړيوال شهرت خپل کړ.

پلار به يې ويل چې دوه لیوني زامن لري یوه دنثر لار نیولې بل د نظم، ولټر د څېرې ښکلا نه در لوده خو په باطني ښکلا کې يې ساری کم  و.

د شخصيت په اړه يې ډيرې خبرې شوې ،خو څو لويې بيلګې يې ډيرې تر سترګوکیږي، ويل شوي چې ولټر په ځان مين او ډير مغرور انسان و، د چا پروا يې نه در لوده، ان تر دې چې بې ادبه هم و، خو ددې ټولو سره سره د  ډېر سپېڅلي او مهربانه زړه خاوند و، ځوانمرده سړی و، د ملګرو په مخ کې له خپل سره هم تېر و.

الله پاک ورته خورا غښتلی ذهن ورکړی و، ډير خوا ريکښ او زیارکښه انسان و، دی وايي: له کار نه کولو څخه ژوند نه کول ښه دي، بیا وايي کار کول ټولو خوبونو او هیلوته درسېدلو لامل کیږي، بل ځای يې خبر نده بشپړه کړې خو ښکاري چې بې روزګاره خلک يې په بد نامه یا دکړي : (ټول وګړي ښه دي مګر اوزګار او ټمبل خلک ؟؟؟)

د ولټرهمځولو چې به په کوڅوکې لوبې کولې ده به  له علماوو سره د کلام او الاهیاتو په مسایلو بحث کاوه.

ويکتور هوګو دده په اړه وايي ((ولټر د اولسمې پيړۍ لمردی))

دالمان ستر فیلسوف نیچه وايي((دوخت غوښتنه داوه چې باید یو خندان زمری رامیدان ته شي نوله همدې امله ولټر راغئ  هرڅه يې په خندا خندا کې و غوړول ))

ولټر له کتاب اولیکلو سره بې کچې مينه درلوده نوموړی یوځای وايي: کتاب په ټوله نړۍ ياخو لږ ترلږه په هغو ولسونو حکومت کوي چې لوستي وي نور ولسونه کوم ارزږښت هم نه لري؛

بل ځاي وايي: تر کتاب بل هېڅ ډول وسله خپلواکي نشي راوړلی؛ ده خپله (۹۹) بيلا بيل اثار  ليکلي چې د هغه وخت او زمان تر بل هرچا ده د داثارو شمېر ډير وو، د ځیني کتابونو نومونه يې  دا دي ((اوډيپ، آنریاد،  داستانونه…..))

ولټر ډېر ژر په فرانسه کې دځوان ذهین  په نوم مشهور شو، په پاریس کې به چې هر ډول زهرجنه خبر عامه شوه نو نسبت به يې ده ته و، همدارنګه دهغو دو شعرونو نسبت هم ده ته و چې  پکې راغلي و نایب سلطنه غواړي دحکومت واګې په خپل لاس کې واخلي.

په هغه ورځوکې چې نایب السطنه ولټر وليدئ نو يې ورته وويل (اوریه صاحب) در سره ژمنه کوم چې داسې ځای ته به دې ولیږم چې تابه يې فکر هم نه وي کړی.

ده ورته وویل عالی جناب چېرته؟ ځواب ورکړل شو باسټیل ته! باسټيل دفرانسې ډير وحشي زندان و، دهغه ورځې په سبا زندان ته ولیږل شو چې هلته يې په ځان دولټر نوم کېښود ۱۱ میاشتې يې زندان کې تېرې کړې اوهلته يې حماسي اشعار ولیکل د (آنریاد)په نوم شعري ټولګه  يې له زندانه خپره کړه .

وروسته له زندان نه تیاتر ته ولاړ د(اوډيپ) په نوم يې یوه ژوره ټراژیدي ډرامه نندارې ته وړاندې کړه پوره ۴۵ ورځې په پرله پسې نندارې ته وړاندې کيدل، له ډرامې نه ولټر ته (۴۰۰۰۰) فرانګه ګټه ورغله، دې ډرامې ولټر ته ډېر شهرت ورکړ، (۸) کاله  يې ښه په مزو کې ژوند وکړ.

 یوه ورځ په شاهي ماڼۍ کې ميلمستیاوه ولټر هم پکې و، یو دم يې د خبرو واګې په لاس کې واخستې، ښه په فصاحت اوبلاغت يې خبرې وکړې دکليسامشر شواليه پوښتنه وکړه دا زلمی څوک دی ،ده سم له لاسه ځواب ورکړ عالي جناب له کومې اشرافې کورنې څخه نه يم ما خپله  خپل نوم لوړ کړی ولټر يم !!

شواليه خپل دکاکازوی  چې د ملي امنيت وزير و، وويل دې کس ته ښه سبق ورکړه ؛ هغه و چې په سبايې بيا خپل زاړه کور باسټيل ته بوتلو، په هغه وخت کې دشواليه ځواب ور ګر زول بې ادبي او ناروا وو.

 له څه وخت وروسته يې په دې ضمانت خوشي کړ چې انګلستان ته به ځي ده هم دا خبر ومنله، برتانيې ته چې ولاړ هلته يې لندنيانو تود هر کلی وکړ له انګريز مشهورو لیکوالو ادیسن، جان سویفټ اوځینونورو سره يې وپېږندل يوه ورځ يې زړه وشوچې فرانسې ته ولاړ شي،هلته يې یوپخواني ملګري و دهغه کورته ورغئ په سبايې ۳۰۰ کسان کوټې ته  راغلي ول، په بله ورځ  د کليساکشيش هم راغلی و هغه ته يې ويل چې ته چا رالیږلی يې هغه ورته وويل چې خپل خدای، ولټر زياته کړه خو ته زما پروړاندې هېڅ ارزښت نه لرې، کشېش پرته له کومې خبرې په خپله مخه روان شو.

د ادبياتو د نړۍ دغه ستر واکمن له پاریس نه په داسې وخت کې روان شو چې مرګ هم ورته نیږدې نیږدې کېدئ خو ده له مبارزې لاس وا نه خيست.

هغه و چې دمرګ لاسونو د ولټر بدن هم  لمس کړ، او ولټر يې د ادميانو له منځه بيل کړ.

 دکليسا کشيشانونه غوښتل چې د ولټر مړی په پاریس کې خښ شي خو‎ پير وانو يې په سيلر ښار کې تر خاورو لاندې کړ.

په ۱۷۹۱ زیږدیزکال کې د فرانسې ملي انقلابي جرګې تصمیم ونيوئ چې د ولټر مړی پاریس ته راوړي چې دوی په دې پرېکړه کې بريالي شول، تابوت يې دسل زرو کسانو په ګډون  راوړل شو چې نیږدې(۶۰) لکه کسانو يې دکوڅو او واټونو څخه سيل کاوه.

 پر تابوت يې ليکلي و(دغه سړي دبشر ذهن ته  خوځښت ورکړ او زموږ لپاره يې  خپلواکي ډالۍ کړه.) د قبر په شناخته يې يواځې څلور کلیمې ليکل شوي دي (( دلته ولټر ويده دی))

ماخذونه

د(نړۍ ادبياتو ) کتاب او ځینې انټر نیټي ويبپاڼې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *