۱۱مۍ ۲۰۱۵ – ۲۱ غبرګولی ۱۳۹۴

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پرورګرام په هلمند، نورستان، کندهار، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو کې په دې وروستیو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او نظافت (واش) د اوو پروژو د تطبیق قراردادونه له ودانیزو شرکتونو او د یادو ولایتونو له پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک کړل.

د اوبو رسولو د ملي پروګرام د پروژو د تطبیق د څانګې د مسؤلینو په خبره،  په یادو پر مختیايي پروژو کې د هلمند ولایت په بوست ولسوالي د ۲۰ برمه څاه ګانو جوړول، د نورستان ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د دوو برمه څاه ګانو جوړول، د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ او میوند ولسوالیو کې د ۱۵ برمه څاه ګانو جوړول، د بلخ ولایت په چار بولک ولسوالۍ کې د ۲۱ برمه څاه ګانو جوړول، د سرپل ولایت په مرکز او صیاد ولسوالۍ د ۱۸ برمه څاه ګانو جوړول او د جوزجان ولایت په قرقین او خامیاب ولسوالیو کې د اوو برمه څاه ګانو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو ټول ټال لګښت ۱۰،۱۱۴،۷۶۰ افغانۍ اټکل شوی دی، چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) لخوا ورکول کیږي.

د اوبو رسولو ملي پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو له مهمو او ملي پروګرامونو څخه دی، چې د لیرو پرتو سیمو د وګړو لپاره د څښاک صحي اوبه، د روغتیاساتنې سمې اسانتیاوې او د پاکوالي تعلیمات برابروي. یاد پروګرام دمګړۍ د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د واش ګڼ شمېر پروژې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *