حقمل مسعودزی –
په سهيل ختيځ زون کې د ۲ ولايتونو پکتيا او پکتيکا ولايتونو د رسنيو د لوبډلو تر منځ د کرکټ په د سياليو په پايلوبه يا فاينل کې د اوښتون راډيو لوبډلې د ملي راډيو لوبډلې ته په سل منډو ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ شاوخوا درې اونۍ وړاندې د ګردېز ښار د لرګيو اډې په لوبغالي کې د ۸ لوبډلو تر منځ چې ۲ يې د پکتيکا او پاتې شپږ يې د پکتيا ولايت لوبډلې وې پيل شوې وي.
د پايلوبې پچه د ملي راډيو لوبډلې وګټله خو د اوښتون راډيو لوبډلې… ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د اوښتون راډيو لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه او په ټاکل شويو شل اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې جوړې کړې ، د ملي راډيو لوبډلې ته يې ۲۳۶ منډې هدف وټاکلو.
د اوښتون راډيو د پيل توپ وهونکو محمدالله احمدزي او غني ګل مشال په زړه پورې توپ وهنه وکړه .
محمدالله احمدزي د ۸ شپږيزو او ۷ څلوريز په مټ ۹۱ او غني ګل مشال د ۳ شپږيزو او ۸ څلوريزو په مټ ۶۷ منډې جوړې کړې او وسوځېدل. بلال ځاځي د اوښتون راډيو لوبډلې لپاره ۳۸ منډې جوړې کړې او وسوځېدلو.
د ملي راډيو لوبډلې ته ورکړل شوی هدف ډېر ګران و ، نو غوښتل يې چې تېزه لوبه وکړي او هدف ته ځان ورسوي خو هدف ته د رسېدو په موخه يې له هدف نه ۱۰۰ منډې وړاندې د لوبې په وروستي اوور کې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
او لوبه يې د ۱۰۰ منډو په توپير وبايلله.
د اوښتون راډيو د لوبډلې توپ اچونکو عزت الله ځاځي او زلمي ۲ ، ۲ ، صبغت الله توتاخېل ، عبدالعزيز وفا نيازي ، بلال ځاځي ، اختر محمد ، غني ګل مشال او حبيب د ملي راډيو لوبډلې ۱ ، ۱ لوبغاړی وسوځول.
د يادولو ده چې تېر کال د رسنيو د لوبډلو تر منځ سيالۍ څمکني غږ راډيو ګټلې وې.