حقمل مسعودزی/پکتيا
د اوښتون کلتوري ټولنې له خوا د اوښتون مجلې پرلپسې شپاړلسمه ګڼه په ښکلي کاغذ او ډبلې پښتۍ په دوه اويا مخونو کې له چاپه راووته.
دا مجله چې په درې مياشتو کې د زر تېراژ په اندازه چاپېږي، مسول مدير يې احسان الله مهجور او مرستيال يې ساحل منګل دی.
د اوښتون مجلې په وروستۍ ګڼه کې د جهاد احمدزي، عارف الله حق پرست، اسمعيل لاروي، سرلوڅ مرادزي، تاج محمد تمکين، ډاکتر لطيف ياد طالبي، عمادالدين دوران او يو شمېر نورو ليکوالانو ليکنې او تبصرې راغلې دي.
په دې مجله کې د ديني، کلتوري، سياسي او ادبي مطالبو تر څنګ د پکتيا د ستونزو په اړه هم مضامين خپاره شوي دي.
اوښتون مجله د هيواد په کچه د چاپي رسنيو په کتار کې يوه هغه ده چې په تېر مزل کې يې ګڼ لوستونکي پيدا کړي.
دا مجله يوازې په پکتيا کې نه؛ بلکې د هيواد په اکثره ولايتونو کې مينه وال لري او دا وخت د هيواد تر ډېرو سيمو پورې رسېږي.
پاتې دې نه وي چې اوښتون کلتوري ټولنه د دې مجلې تر څنګ د اوښتون په نوم يوه سيمه ييزه ايف ايم راډيو او د سراب په نوم جريده هم لري.
د دې تر څنګ يادې ټولنې تر دې وخته ګڼ علمي، څېړنيز او ادبي کتابونه خپاره کړي او ګڼې غونډې او سيمينارونه يې هم داير کړي چې لا هم دا لړۍ دوام لري.