خواشيني يو، چې د لويې پکتيا يو قومي مشر، جهادي قومندان او مدني فعال حاجي مقبل فضلي د ناپېژاندو ټوپکوالو له خوا په شهادت ورسېد.

انالله وانااليه راجعون ط

ياد شهيد د لويې پکتيا قومي مشر، جهادي قومندان او د سرحدونو او قبايلو چارو د اوسني سرپرست وزير ډاکتر محمد اکرم خپلواک د تره زوی و.

مقبل فضلي له اوږدې مودې را په دې خوا د سولې لپاره هلي ځلي کولې، د ټولنيزو ستونزو په هواري کې يې د وس تر بريده منډه ترړه کوله او د ولسي شخړو او جنجالونو په هواري کې يې مهم رول لاره.

ارواښاد فضلي د هيواد د ښېرازۍ او ابادۍ په چارو کې خورا مخلص او بانفوذه شخص و، دی يوازې يو قومي مشر نه و، بلکې يو داسې مدني فعال و، چې د پکتيا په هره غونډه کې به يې برخه اخيسته او د ټولنيزو ستونزو د هواري په موخه به يې د رسنيو له لارې د خلکو غږ راپورته کاوو.

نوموړي د ښوونکو د روزنې په يوه موسسه کې هم دنده اجرا کړې، چې د خپلې لوېدلې ټولنې لپاره يې ډېر څه په دې برخه کې هم کړي وو.

حاجي مقبل فضلي يوازې د پکتيا په کچه د ستونزو د هواري غږ نه را پورته کاوو، بلکې د هيواد په کچه په ځينو لويو او ژونديو مسلو کې يې ځان مسول باله، ارواښاد به هر وخت د سولې او روغې جوړې خبرې کولې او له دې روان اخ و ډب نور تنګ شوی و.

ياد قومي مشر تر دې بريده ځان بې طرفه باله، چې هيڅ وخت يې د وېرې احساس نه کاوو او په ازاد ډول به د قومي مسايلو د هواري په موخه ناامنو سيمو ته هم ته، چې د روان لمريز کال د وږي د مياشتې په دېارلسمه نېټه يې د دې دنيا خپل وروستي منزل ته ځان ورساوو او د بې دردو د ټوپک مرمۍ يې په سر کې سړې شوې.

د اوښتون کلتوري ټولنې ټول غړي د ارواښاد په غم غمګين دي،  د ده بيلتون يوه لويه تشه يادوي، د قاتلانو د نيول کېدو او محاکمې غوښتنه يې کوي، د ده درنې کورنۍ او په ځانګړي ډول ډاکتر محمد اکرم خپلواک او د ارواښاد زوی مطيع الله ته د صبر، زغم او نعم البدل غوښتنه کوي.

د اوښتون کلتوري ټولنه/ پکتيا / افغانستان

2 thoughts on “د اوښتون کلتوري ټولنې د خواشينۍ پيغام”
  1. مقبل فضلی داحمداباولسوالی داسی قومی مشرووچی دخلکوفه نبض فوهیده اودخلکودغوشتنوسره سم یی چلندکاوه چی ددسیسی شکارشو

  2. ارواشاد حاجي مقبل فضلي په رشتيا يو دينداره متدئن شخص وو اوزما ملگري يوازي زمانه ده هر افغان په خپله سيمه كي صلحه غوشتونكي اوامن خوشه وونكي وو قومي لانجي به ئي دير په صاديقانه دول فيصله كوولي خو اوس نه پوهيژم چه دا ظلم چا وكرو اودا خلاه به سوك دكه كري ؟
    روح دي شاد اوكورني ته دصبر جميل غوشتونكي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *