زه به د اوکراين افتضاح يا د ډونالډ ټرمپ استيضاح په راتلونکو لېکنو او بحثونو کې د “اوکراين تورمخي” په نوم و يادوم.
نن سه شنبه د سيپټيمبر ۲۴ د مازيګر په پنځه بجو د امريکا د پارلمان مشرې Nancy Pelosi نانسې پلوسې په رسمي ډول اعلان وکړ چې دامريکا جمهوررئس ډونالډ ټرمپ به استيضاح شي.
هغې (نانسې پلوسې) وويل”جمهور رئيس ټرمپ بايد ځواب ويونکی وي، هيڅ څوک د قانون څخه لوړ نه دئ”.
د استيضاح لامل هغه څه دي چې نن مي د “اشتباه تکرار سپين سترګې ده” تر نوم لاندي وړاندي کړل.
لنډه يادونه يي کوم چې د امريکا کانګرس و اوکراين ته (۴۰۰) ميليونه ډالره پوځي مرسته منظوره کړې وه.
ولي ټرمپ دغه مرسته ځنډولې ده تر څو د اوکراين جمهور رئيس Volodymyr Zelensky باندي فشار او زور واچوي ترڅو د ديموکرات ګوند مخکښی نوماند Joe Biden جو بايډن او دهغه دزوي هنټر (Hunter)په اړه د فساد څيړنې وکړې.
جوبايډن په تيرووخت کې د اوباما مرستيال وو (مرستيال جمهور رئيس).
جوبايډن د ديموکرات ګوند د ۲۰۲۰ کال د جمهوري رياست د ټاکنو مخکښ نوماند دئ.
د جو بايډن زوي په اوکراين کې د بوريسما ګروپ (Burisma Group) چې د اوکراين د انرژي کمپنۍ ده، دډايرکترانو په بورډ کې دنده درلوده . د اوکراين د حکومت اړوندې څانګې د نوموړې کمپنۍ  د فساد په اړه پلټنې کوې.
د جو بايډن زوي پدي فساد کې را ښکيل نه دئ.
د دې موضوع يا تورمخې په هکله لومړی ځل يو نه پيژندل شوي کس د ټليفون له ليارې شکايت وکړ.
داشکايت کونکی د (whistleblower ويسل بلو ور) په نوم ويادول شو.دلته د ويسل بلو ورڅخه مطلب دادئ، کوم څوک چې د کوم غلط او غير قانوني کار په هکله خبر ورکوي او د خطاکار او سرغړونکي څهره افشاء او بربنډه کوي. دا ويسل بلو ور (چور ړۍ يا شورړۍ وهونکی) د امريکا د اطلاعاتي (جاسوسي) سازمان له کارکونکو څخه دئ يا ده.تر اوسه ئي هويت څرګند شوی نه دئ.
دي چورړۍ وهونکي د ټرمپ او اوکراين د جمهوررئيسانو سربيره د ټرمپ شخصي مدافع وکيل (Rudy Giuliani) روډي جولياني هم په دې تور مخي کې ګډ بللی دئ. جولياني په حکومت کې کومه دنده نه لري، ولي په دې تورمخي کې ئي د مرکزي رول يا کردار په لرلو تورن کړئ دئ. د ده سربيره ئي د لوی څارنوال (William Barr ويليم بار) ګډون هم په ګوته کړی دئ.
جولياني څرګنده کړيده چې ده د اوکراين د جمهوررئيس سره ټليفوني اړېکه نېولې ده. او د جولاي مياشتې را په دې خوا اته (۸) ځلي دا ډول ټليفوني اړېکې نيولې شويدې.
د ټليفوني مکالمو هغه معلوماتې نسخه چې خپره شوه، په هغې کې د ټرمپ د وينا ځنې برخې داسې دې:
“زه غواړم چې تاسو زمونږ سره يو لطف وکړی هغه دا څنګه چې زمونږ هيواد ډيرو ناخوالو څخه تيريږي او اوکراين پدي هکله ډيرښه پوهيږي.زه له تاسو څخه د امکان په صورت کې غواړم چې د هغه څه په هکله چې په اوکراين کې وشول څه پته ولګوی….
“بل هغه څه ،چې د بايډن د زوي په هکله ډير څه ويل کيږي، داچې بايډن دهغه قانوني تعقيب و دراوو او زيات شمير خلک غواړي پدي هکله وپوهيږي نو لدي کبله هر څه چې تاسو پدي اړه د لوي څارنوال سره کولای شی ډير به ښه وي.بايډن هري خواته ولاړ او وياړي چې هغه قانوني تعقيب ودراوه نو پدي اساس که تاسو پدي موضوع کې نظر واچوی ……..دازما دپاره وېره وونکې ښکارې.
د استيضاح په هکله د معلوماتو او حقيقتونو په راټولولو به د پارالمان شپږ کمېټې کار کوي.دبهرنيو چارو کمېټه،دمالي چارو کمېټه،د قضايي او عدلي چارو کمېټه، د اطلاعاتي چارو کمېټه، د نظارت او ريفورم کمېټه، د تدارکاتو او منابعو چارو کمېټه.
د کمېټو د پلټنو لاسته راوړنې به قضايي او عدلي کمېټې ته ور سپارل کيږي.چې وروسته به د همدي کمېټې د پريکړې په اړه د پارالمان جلسه پرانستله کيږې او دا جلسه به د موضوع په هکله رايه ورکوې. که اکثريت رايه ورکړه نو پدي صورت کې به ټرمپ محکوم وبلل شي. او وروسته لدي به بيا سنا پري جلسه کوې. تصميم او پرېکړه به کوې چې ټرمپ له کاره ګوښه کړي او که نه.
د سنا پدي جلسه کې به د پارالمان استازي د څارنوال په څير د خپلي پريکړې څخه دفاع کوي او سنا به د هيأت منصفه په څير. د سنا د دريو برخو رايو څخه دوه برخې رايو پرېکړه د ټرمپ په خلاف د اجرا وړ ده.
ديموکراتان په پارالمان(اولسي جرګه) کې د (۴۳۵)غړو څخه (۲۳۵)استازي لري، او جمهوري غوښتونکي (۱۹۷) استازي لري.يو استازی ناپي يلی دئ، يو بل چاته منسوب دئ او د يوه ځاي تش دئ.
ديموکراتان د ټرمپ د استيضاح دپاره (۲۱۸) رايو ته ضرورت لري.په دې اساس ديموکراتان د جمهوري غوښتونکو د رايو وملاتړ ته اړ نه دي. آن تردي که ځني ديموکراتان د راي ورکولو په وخت کې سر هم وګروي.
پوهيږی پداسي حالاتو کې د سر ګرول ياني څه.
دي ته په کتو سره ديموکراتان په آساني کولای شي ټرمپ استيضاح (impeach) کړي.
اوپه سنا (مشرانو جرګه) کې ټول (۱۰۰) غړي دي چې (۵۳) جمهوري غوښتونکي دي او (۴۷) ديموکراتان دي.
د نن ورځې ۲۶/۰۹/۲۰۱۹ نېټې  داولسي جرګې د غړو ملاتړ د ټرمپ د استيضاح کولو څخه په لاندي ډول دئ:
د ديموکراتانو د ۲۳۵ استازو څخه ۲۱۹ استازي او يو ناپي يلی استازی چې ټول (۲۲۰) استازي کيږي.
(۵۵) منتظر دي.هغه چې پرېکړه يي نه ده کړې+ هغه چې وايي اوس نه + اوهغه چې وائي نه ،د ټولو شمير (۱۵۹) استازو ته رسيږي.
چې له ډلې (۱۶) ديموکراتان دي، (۱۴۳) جمهوري غوښتونکي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *