تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: په تهران کې د افغانستان سفارت وايي، د راغورځېدلې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو له منځه یې د ۷ افغانانو مړی پیژندلي دي.
د سفارت په وینا ، د سکینه احمدي ، محسن احمدي ، مطهره احمدي ، رحیمه کتابي ، شهرام تاجک ، مهدي تاجک او مهدي رضايي مړي د ایران د عدلي طب له مخې پیژندل شوي دي، چې مړي به یې نن خپلوانو ته وسپارل شي.
سفارت وايي، په پېښه کې له لسو زیات افغانان وژل شوي دي چې د پېژندلو او د مړو د تشخیص چارې یې روانې دي.
له دې دمخه د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د نهو تنو قربانیانو خپلوان په تهران کې د افغانستان سفارت ته د خپلو خپلوانو جسدونه تسلیمولو لپاره راغلي وو.
اوکراینۍ بوینګ الوتکه د چهارشنبه په ورځ تهران ته نږدې د ایران په وینا چې د دوی د پوځ لخوا په تېروتنې سره راوپرځول شوه او ټوله سورلي یې ووژل شوه چې ۱۳ تنه په کې افغانان وو.