تاند- د ولسمشر یانوکوویچ مخالفانو نن د ولسمشر د کور او دفتر په شمول پایتخت کییف ښار تر خپل کنټرول لاندې راوست.

ویل کېږي چې ویکتور یانوکوویچ له کییف څخه د هیواد ختیځ ته تللی چې اوسېدونکي یې په روسي ژبه ږغېږي.

خو د ولسمشر یوه متحد اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې یاونکوویچ خاکوف ښار ته په رسمي سفر تللی دی.

د اوکراین پارلمان په لوی اکثریت د دغه هیواد د پخوانۍ بندي صدراعظمې یولیا تیموشینکو د خوشي کېدو په ګټه رایې ورکړې.

وروسته له دې چې نن د پارلمان ۳۲۲ غړیو د تیموشینکو د خلاصون په ګټه پرېکړه لیک تصویب کړ، هره شېبه امکان شته چې نوموړې له زندانه خوشي شي.

تر دې مخکې د پارلمان غړیو د تیموشینکو متحدان ارسین افاکوف د کورنیو چارو وزیر او اولکساندر تورچینوف د پارلمان د ريیس په توګه غوره کړل.

پارلمان همداراز د هیواد لوی څارنوال ته د عدم اعتماد رایه ورکړه.

د اپوزیسیون مشر اولیه تیاهني بوک نن د پارلمان غړیو ته وویل، دا ډېره ضروري ده چې د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا وساتل شي.

موږ دا حق نه لرو چې هیواد وېشلو ته پرېږدو. موږ ټول د دولت غړي یوو او باید په دې پوی شو چې داسي کسان شته چې د اوکراین تجزیې ته لېوال دي. زموږ مسوولیت دا دی چې د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا خوندي کړو.»

له بلې خوا د پخواني واکمن ګوند چارواکو په ختیځ خارکوف ښار کې غونډه کړې.

د ولسمشرۍ د ویندوی په وینا، ولسمشر ویکتور یانوکوویچ د خارکوف په غونډه کې ګډون کړی. خو دا راپور تراوسه پوري نورو خواوو نه دی تایید کړی.

د روسیې د دولتي دوما یا ملي جرګې غړي او د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر الکسي پوشکوف د یوه پلاوي په مشرۍ خارکوف ته روان شوی.

پوشکوف په ټویټر کې لیکلي چې د خارکوف په غونډه کې د بېلتون غوښتنې لېوالتیا نشته. بلکې په دې فکر کېږي چې اوکراین متحد وساتل شي.

د اوکراین د ختیځ خلک، چې په روسي ژبه خبرې کوي، روسیې ته ځانونه نژدې بولي خو د اوکراین د لوېدیځ خلک له اروپا سره د نژدې اړیکو غوښتونکي دي.

One thought on “د اوکراین د حکومت واک پارلمان ته وسپارل شو”
  1. د یولی تماشینکی آزادی د ډموکراسی په لور یو ستر ګام دی.
    نوموړی په ۱۹۹۹ کال کی چی لیونید کوچمه جمهور رییس و هم په کیف کی زندانی وه. زه څو څو ځلی زندان ته د پایوازی له پاره ورغلی وم
    نن می د نوموړی د آزادی مبارکی د دی لور او زوم ته چی په لندن کی او سیږی وویل.

    فدا نظری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *