تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په یوه هوايي حمله کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې مشر له لسګونو نورو سختدریځو سره وژل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه په یوه هوايي حمله کې د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش د ډلې مشر حافظ سعید ووژل شو.

د ملي امنیت ریاست په خپله خبرپاڼه کې حافظ سعید د داعش د خراسان ولایت مشر بللی چې د دې ادارې له لوري د داعش د تشکیلاتو د رسمیت پېژندلو معنا لري.

له تېرو دوو ورځو راهیسي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي چې له کبله یې په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي، کور – اور پرېږدي.

راپورونه وايي چې د دواړو جګړه مارو ډلو له لوري پر یو بل د درنو وسلو ویشتل شوي ګولۍ د خلکو پر کورونو لګېدلي چې په نتیجه کې یې یو شمېر کلیوال ټپیان شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.

دا هم ویل شوي چې د داعش غړیو د سیمې یو شمېر قومي مشران وژلي او کورونه یې ورسوځولي دي.

د افغانستان ملي امنیت وايي چې د داعش د تروریستي ډلو د غړیو د اوسېدو د ځای په اړه یې خپل معلومات له ايتلافي ځواکونو سره شریک کړل چې پر اساس یې دغو قواوو د اچین ولسوالۍ د پېشه درې په تختو سیمه کې د داعش د غړیو پر دېره ځای برید وکړ او په نتیجه کې یې د حافظ سعید په شمول لږترلږه ۳۰ تنه ووژل شول.

2 thoughts on “د ايتلافي ځواکونو په برید کې د داعش د افغانستان- پاکستان مشر ووژل شو”
  1. یا الله زما وطن وساتی دتورسپیانو او سرو خنزیرانو څخه…..,, ډیره تبصره ځکه نکوم چه اوس هرڅه معلوم دی چه څوک څوک دی او څه شی غواړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *