د تللي يار تصوير زموږ لويه تکيه ده. د ژمي توري، اوږدې شپې په خبرو ورسره رڼې کړو، په زړه پوري ئې نيولی ګرځوو او په ښکلولو ــ ښکلولو ئې شونډي ستړي کړو.کله ــ کله چي د يار د نشتون ځوروونکی احساس او د بېلتانه لېونی درد له حده واوړي، د جدايۍ سوځنده لمبې مو وجود دوږخ ــ دوږخ کړي، د تللي يار ارمان لکه افعي مار په زړه خولې لګوي بيا نو تصوير ته په کتو سود نه کيږي، په دې انګار مو ساړه لاسونه نه توديږي. هغه لېونتوب پیل شي چي ايثار ئې کوي.
شپه ده او مخ ته مي پراته ستا د البم تصويران
نن له کتلو کيسه تللې، نن دي خورم تصويران
هيڅ ګل په تصوير کي خوشبويي نه کوي، يوازي ئې ننداره کوو ځکه تصوير غير ذيروح دی. ځيني تصويرونه ژوندي وي، خبري کوي، ځيني ان چيغي وهي او ځيني که چوپ وي هغه له موږه خبري غواړي، موږ ږغوي. د تللي ښايست او بايللي جانان تصويرونو مو ان زلميتوب اوښکي ــ اوښکي کړ. هغه ګلاب ــ ګلاب وجود چي زړه مو زخم ــ زخم او ژوند مو پسي اغزي ــ اغزي شي تصوير ئې هم له زخمونو ويني، له سترګو اوښکي څڅوي. دا راسره ومنئ چي داسي لمبه ــ لمبه ځوانۍ شته له تصويره ئې هم لمبې خيږي او سوځوي مو. داسي ګلابي وجود چي تصوير ئې خوشبويي کوي، دماغونه معطروي. شاعر همدې ته حيران دی چي دګلابو او شړشمو تصوير بوی نه کوي، خو دا کومه کيسه ده چي ستا له تصويره ما ته ستا خوشبويي راځي؟!! له دې ځايه د ايثار د هغه لېونتوب اندازه هم کولای شو چي هغه تصوير ته ئې کوي او دا د ده د لېونۍ ميني زور دی چي له کاغذي تصويره د هغه ګلابي وجود او نازک بشر خوشبويي محسوسوي او بيا په شاعرانه کمال همدا خبره کوي:
ولي راځي ستا له تصويره، ستا خوشبو و ما ته؟
ولي بوی نه کړي د ګلاب او د شړشم تصويران؟