په شمالي ولايتونو او په خپله کابل کې ځينې تش په نوم مشران او د پښتنو ضد سپين سترګي اشخاص شته، چې د بهرنيو کړيو لپاره کار کوي. له بله پلوه دوى په دې ډول څرګندونو سره هڅه کوي، تر څو د خپلو کړو جنايتونو پر سر پرده وغوړوي، خپلې بدرنګې څېرې پټې کړي او ددې تر څنګ داسې څوک پيدا نه شي، چې له دوى څخه د کړو جرمونو پوښتنه وکړي.

که هر څومره دغه څېرې د ځان پټولو هڅه کوي، خو بيا هم د خپل ملت په وړاندې شرمېدلې دي. ځکه لمر په دوو ګوتو نه پټيږي. دوى د خپل ملت په منځ کې کوم ځاى نه لري، خو دوى له هغې مافيا سره لاس لري، چې د افغانستان په دې ننه کې ګټې لري او د دوى په مټ دغه ګټې خوندي کوي.

په ولسي جرګه کې د سرپل ولايت تش په نوم استازى او خداى خبر، چې مور او پلار به لري او کنه؟ څو ورځې وړاندې يې د ملت له استازو څخه په ډکه ولسي جرګه کې، چې اکثريت يې پښتانه جوړوي وويل: پښتانه ترهګر دي، پښتانه خاينين دي، پښتنو افغانستان شرمولى، پښتانه قاچاقبران او غاصبين دي او دې ته ورته نور پوچ يې هم ورپسې وويل.

کېداى شي، چې د سيد انور سادات دا ډول څرګندونې يوه توطيه وبولو، ځکه دا خلک اکثره پلورل شوې دي او کله چې څوک يو وار وپلورل شي، نو هغه کس بيا د خپل بادار په پښو کې رغړي او هغه چې کوم امر ورته کوي، نو د خپلې مور سره هم د اولاد پر ژمنه ولاړ نه پاتې کېږي، چې له دې جملې څخه يې دغه تورمخى، د سرپل د خلکو تش په نوم استازى او د ايران غلام او نوکر سيد انور سادات هم دى.

سيد انور سادات په داسې حال کې پښتانه جنګسلاران، په مافيا کې ښکېل، قاچاقبران او … بولي، چې همدې خلکو په لوى لاس په هېواد کې داسې جنايتونه کړې دي، چې ولس تر اوسه هم هغه نه شي جبرانولاى. دوى د خلکو په خاص ډول د پښتو په سرونو کې مېخونه ټک وهل، دوى د افغانانو د خويندو پت او عزت لوټ کړ، دوى کابل وران کړ، دوى د خلکو ځمکې غصب کړې، دوى په ښکاره د ايران د جاسوسانو په نوم واټونه ونومول او نور ډېر داسې څه يې تر سره کړل، چې هغه هم ملي يو والي ته زيان رسولاى، هم يې قانون مات کړى او هم يې د افغانستان نوم له خاورو سره خاورې کړى دى.

اوس هم، چې سيدانور سادات د پښتنو قوم ته سپکاوى کړى دا نه يوازې قانون ته سپکاوى دى، بلکې دا يو ملي خاين او مجرم دى. ځکه دى د پرديو ګټو لپاره په لوى لاس د افغان يو موټي ملت تر منځ نفاق خوروي او خپلو بادارانو ته لار هواروي، تر څو زموږ په هېواد کې له دې نور هم بحراني حالت را منځته کړي او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانانو لښتي، لښتي وينې وبهوي.

پښتون هغه قوم دى، چې د نورو قومونو سره يې تل له هېواد څخه دفاع کړې ده او د افغانستان تاريخ په دې ګواه دى، چې پښتنو ددې خاورې لپاره څومره قربانۍ ورکړې دي. خو د ايران د نوکرانو له خوا پر دې ټولو خاورې اړول کېږي.

دا لومړى ځل نه دى، چې په شمالي ولايتونو کې يو شمېر څېرې د پښتنو پر ضد غيرې قانوني او غيرې مسؤلانه څرګندونې کوي، بلکې له دې وړاندې هم چې ولسي جرګې دا تصويب کړه، چې په تذکرو کې به له دې وروسته قوم نه ليکل کېږي، بلکې يوازې به افغان وي، نو د بلخ والي عطامحمد نور وويل، چې دا ته د منلو وړ نه ده او دى په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې هېڅکله دا دده مسؤليت نه دى، تر څو دا ډول څرګندونې وکړي.

دې ته ورته يو څو نورې څېرې هم دي، چې خپل بدرنګ مخونه او کړي جنايتونه د افغان ملت په وېشلو سره پټوي او په دې ډول څرګندونو سره خلک مصروف ساتي، چې يوه بله بېلګه يې څه موده وړاندې د لطيف فدرام څرګندونې وې، چې په يوه سي ډي کې يې په غازي امان الله خان پسې کړې وې او دې ورته نورې بېلګې هم شته، چې ددې څېرو له خوا تر سره شوې دي.

د سيد انور سادات دغه کړنه پر نورو ولايتونو سر بېره په خوست ولايت کې هم ډېره سخته وغندل شوه او له حکومت نه يې وغوښتل، چې دغه بدمرغه څېره دې د قانون منګولو ته راکښل شي، تر څو د بل وخت لپاره بل خاين د يوه قوم د سپکولو هڅه ونه کړي.

په هېواد کې د ايران نوکران ډېر دي، خو زموږ غوښتنه له افغان حکومت څخه داده، چې د خداى لپاره دې په دې مسايلو کې ځان دومره بې تفاوته نه نيسي او ولسي جرګه دې هم خپل عزت خوندي کړي، تر څو له داسې بدرنګو خلکو سره بدرنګ نه شي او پر لمن يې داغ ونه لګيږي.

د يو موټي افغانستان او يو موټي ملت په هيله

One thought on “د ايران نوکران او ملي خاينان- رفيع الله زيار”
  1. خیر له دوی نه ګیله نه ده پکار ځکه ده سپی چی په لاروی زور ونرسیږی نوورته غاپی به خامخا دا ده دوی کمزوری ښیی نه زور دی که دافغانستان وی نو دافغان نوم به بد نه پرلګیده دی خوتولوته معلوم ده چی دی دهمسایه په ډول له کومه څایه راغلی داوطن زموږدی یعنی دافغانانو دی که چیر څوک نه غواړی چی په تذکره یانوروپاڼوکښی دافغان نوم ورته وانه خیستل شی نوملامت ندی ځکه چی دوی خوافغانان نه بلکی تاجکستانیان ازبکستانیان ترکمنستانیان اویا دچنګیز قومونه دی دله ده همسایه یا جیره خور په توګه پراته دی آیا وطن تاخرڅ کړو که ما تا دافغانستان سرکونه دایرانی جاسوسانو په نوم کړل که ما دافغانستان طیاری تاکولاب به بوتلی که ما 5000پښتانه تاقتل عام کړل که ما دپښتون په سرمیخونه تاتکوهل که ما په ایران تاجکستان ازبکستان ترکمنستان ترکیه کښی ته تابعیت بلدنګ لری که زه وطن تاټوټی ټوټی کړو که ما امریکاه تاراوستله که ما شوروی سره مرسته تاکوله که ما بچه بازی زورواکی اولچکی ته کوی که زه نورنو چټیات راڅخه ویل کیږی وسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *