د خوست ولايت د لکڼو د ايوب خېلو په سيمه کې د اتيا متره په اوږدوالي د يوه لوى پل د جوړولو چارې پيل شوې، چې ساختماني چارې به يې په  (( دوه څلوېښت مليونه، دوه سوه زره )) افغانيو په لګښت د نړيوال بانک په مالي مرسته  د ٩ نهه مياشتو په موده کې سرته ورسيږي.

د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وويل ، په خوست کې د بيارغونې په برخه کې د ولايتي ادارې د بې درېغه تلاشونو په پايله کې په تېرو څلورو کالونو کې زيات کارونه ترسره شوې او دا مهال د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې  د ګڼ شمېر پروژو چارې بشپړې شوې او يا ترکار لاندې دي.خو د خوښۍ خبره داده، چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په خوست کې د يوه لوى پل چې ګټه يې د سيمې د خلکو ترڅنګ ټول خوست او نورو ګاونډيو ولايتونو ته رسيږي، د جوړولو چارې يې پيل شوې.

د نوموړي په خبره ددې پل په بشپړېدو سره به د لکڼو په ګډون دقدمو،سودکو،لنډر ،هارون خېلو قومونه  او د عليشېرو او ترېزيو ولسوالي دخوست ښار سره ونښلوي، همداشان هغه کسان چې سوداګريزې چارې پرمخ وړي، د زيات شمېر  اسانتياوو  برخمن شي.

نعيمي د خپلو خبرو پرمهال ژمنه وکړه، چې د بيارغونې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې ځاى شويو پروژو د پلي کولو لپاره به خپلو تلاشونو ته ادامه ورکړي، ترڅو د خوست په هره سيمه کې دخلکو د غوښتنو په اساس پلونه،پلچکونه،سړکونه او نورې ټولګټې پروژې تطبيق او بشپړې شي.همدارنګه ده د زېري په توګه وويل چې ډېر ژر به د سړکونو او نورو پروژو د پرانېستې شاهدان هم واوسو.

د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي دټولګټو چارو رياست او د ساختماني شرکت له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د پل په جوړېدو کې کيفيت او معيار ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو دغه اساسي پروژه تر جوړېدو وروسته تر اوږدې مودې پورې د خلکو ضرورت حل کړي.

ورپسې د لکڼو د ايوب خېلو د سيمې مشر نورجمال الدين،حاجي محمدقيوم خان او د ځوانانو په استازيتوب عبدالوالي واحدزي د جوړېدونکي پل د اهميت په تړاو خبرې وکړې.دوى وويل ، چې د ورځې په جريان کې سلګونه موټر د همدې لارې تېريږي، همداراز د دوو ولسواليو خلک دخوست له ښار سره نښلوي.خو د پل د نشتوالي له امله د سېلابونو  د راوتو پرمهال ددې سيمې خلک د زيات شمېر ستونزو سره مخامخ وو.د خپل کاروباره محروم پاتې شوي وو.

ددوى په خبره داسې هم شوې، چې د سېلابونو د راوتو له امله د خلکو جنازې او وادونه د يوې ورځې نه بلې ورځې ته پاتې شوي دي، په ورته بڼه د سيمې خلک د ورځنيو کارونو،روغتيا،ښار ته د تګ راتګ او ځوانان  د ښوونې روزنې له بهير څخه بې برخې شوي، چې له امله يې خلک ډېر په تنګ راغلي وو.

د سيمې مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ژمنه وکړه، چې د پل د ساختماني چارو په بشپړولو کې به هرډول همکاري وکړي او هېچا ته به ددې اجازه ورنه کړي، چې ددې پل د جوړولو په وړاندې ستونزې ايجاد کړي، غوښتنه يې وکړه، چې ولايتي اداره او د مرکزي حکومت اړونده وزارتونه دې ددوى غوښتنې چې د روغتيا،پوهنې،سړکونو او نورو زېربينايي کارونو په برخه کې دي، رسېده ګي وکړي.

دغه پل چې ((٨٠)) اتيا متره طول او ((٨)) اته متره عرض لري، ساختماني چار ې به يې په ((٩))نهه مياشتو کې بشپړې شي، پداسې حال کې دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي له خوا يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې دخوست ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار او غړو،امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت،دټولګټو چارو ريس انجنيرمامورشاه،د علماوو شورا مشر شاه محمد،د سولې ولايتي کمېټې مسوول مولوي حنيف شاه حسيني،دخوست دمرکز او ولسواليو څخه بېلابېلو ديني عالمان او مخورمشران حاضر ول.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

نېټه : ١٦-٧-١٣٩٣ چهارشنبه

0 thoughts on “د ايوب خېلو په سيمه کې د يو  ستر پل د جوړولو چارې پيل شوې”
  1. کاشکی دغه کثیف خلک دپله په افتتاح کی نه وای پل به دوامداره نه وی دغه هغه کثیف ټیم دی چه دخوست ګټی یی ۵٪ دخوست او۹۵٪ ددوی په جیبوکی لویږی دغه ډیر خفک شر مشان دی الله ددوی ژر تباه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *