د ايټاليا صدراعظم نن يکشنبې وويل چې افغانستان به تر ٢٠١٤م کال وروسته هم يوازې نه وي او ايټاليا به افغانستان ته شا وانه ړوي.

 اينيرکو ليټا وويل: په ٢٠١٤م کال کې به په افغانستان کې د ايساف ماموريت پايته ورسېږي، خو موږ هلته يو چې د کابل حکومت ته ووايو چې تر دغې نېټې وروسته به هم دغه هېواد يوازې پرې نه ږدو.

ده دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې نن افغانستان ته ورسېد. په هرات ولايت کې يې له ايټالوي ځواکونو سره وکتل او د هغوى ماموريت يې وستايه.  ټاکل شوې دى له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو سره وګوري او پر ځينو مسايلو خبرې سره وکړي.

 د ايټاليا تر څنګ نورو اروپايي هېوادونو هم ډاډ ورکړى چې تر ٢٠١٤م کال وروسته به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو دوى ټينګار کړى چې په افغانستان کې بايد د موجوده اداري فساد مخه ونيول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *