تاند- په اتریش کې پولیس وايي چې په یوه سرپټې لارۍ کې یې ۲۴ افغانان په داسي حال کې وموندل چې نژدې و د هوا د نه وررسېدو له کبله یې ساوې تربتې شي.
د اتریش پولیسو وویل، که دا واګون ډوله لارۍ یې ژر موندلې نه وای ممکن په هغې کې ډېری سپاره کسان، چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۹ کلونو ترمنځ دي، مړه شوي وای. اُتریش ته د دغو افغانانو د وړلو په تور پولیسو یو رومانیایی نیولی دی.
واګون ویانا ته نژدې د پولیسو له لوري ودرول شو. د يړلیسو یوه چارواکي وویل چې په واګون کې سپاره کسان تقزریباً پر یو بل ناست ول او د دروازې د خلاصولو امکان یې نه درلود.
یوه اوونۍ مخکې (اګست ۲۸) پولیسو په اتریش کې په یوه یخچالي لارۍ کې د ۷۱ پناه غوښتونکو مړي، چې د سوریې اتباع ول، وموندل.
اروپا ته سږ کال پناه غوښتونکو په داسي ډول مخه کړې چې تر دئ پخوا یې ساری نه و لیدل شوی.
په هنګري کې، چې لوېدیځې اروپا ته د پناه غوښتونکو په لاره کې پروت هیواد دی، سلګونو پناه غوښتونکو له دوو ورځو راهیسي اعتراض او مظاهره پیل کړې. دوی د هنګري له چارواکو غواړي چې جرمني او نورو لوېدیځو هیوادونو ته یې د تګ مخه ونه نیسي.
نژدې ۲ زره پناه غوښتونکي، چې ګڼ شمېر افغانان هم پکې شامل دي، د پلازمېنې بوداپسټ د ریلګاډي د سټېشن مخته ولاړ دي او وايي چې د جرمني او نورو هیوادونو ټکټونه یې اخیستي خو نه پرېښودل کېږي.
د بودايست د مظاهرې ویدیو:
د ملګروملتو لویه کمیشنري (یواین ایچ سي آر) وايي چې د مدیترانې له لارې سږ کال د اروپايي اتحادیې قلمرو ته د اوښتو پناه غوښتونکو شمېر تر ۳ لکو واوښت.
د دې کمیشنرۍ په وینا په ټول ۲۰۱۴ م کال کې ۲ لکه نولس زره تنه اروپايي هیوادونو ته پناه وړې وه.
سږ کال د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته د اوښتو په مهال تر دوه نیم زره زیات پناه غوښتونکي مړه شوي. په دغو کسانو کې هغه کسان شامل نه دي چې په وروستیو دوو اوونیو کې مړه شوي دي.
په ۲۰۱۴ م کال ۳۵۰۰ تنه مړه شوي یا بې درکه شوي وو.