نن سبا هر څه بدلیدونکي دي، ځیني یې ګټور او ځیني یې زیانمنوونکي دي، هره ټولنه ځانته عادت او کلتور لري، چې پدې کې له ځینو خوښ دي او له ځینو بیا سرونه ټکوي اوله ویرې یې بدلوی هم نشي.
خو دا ټول دودونه هغه څه دي، چې په یوه تولنه کې یو تاریخي شالید لري یانې له خپلو نیکونو او پلرونو ورته پاتې دي، نو ځکه یو څوک دې ته زړه نه ښه کوي، چې په ټولنه کې هغه بد کلتور ، چې اوس یې له امله ټولنه ځوریږي او زیانونه یې په ګوته کړي مخ واړوي او د یو بد څيز په نوم یې یاد کړي.
دا هم یو عادت یا رواج دی، چې یو څوک د بلې ټولنې ښه او بد عادتونه او رواجونه په اسانۍ د ځان لپاره نه قبلوي، خو یوه خبره شته، چې د ګټورو هغو لپاره بیا دلایل غواړي او که چیرې یې دلایل د قناعت وړ ؤ، بیا کیدای شي، چې پردۍ کلتور هم د ځان کړي.
افغانستان هم د هغو هیوادونو په کتار کې راځي، چې خلک یې د بیلا بیلو کلتوري عادتونو تابع دي او تل یې هڅه کړې، چې خپلو مروجو دودونو ته وفادار پاتي شي.
پدې ټولنه کې هم ځیني داسي رواجونه شته، چې د ټولې نړۍ لپاره یو مثال ګرځيدای شي او نورو هیوادونو هم د هغو ستاینه کړې، لکه: میلمه پالنه، په ښه او بد کې د بل لاسنیوۍ، په سختو شرایطو کې له خپل دولت سره مرسته، په ځینو مسایلو کې له قومي مشرانو سره مشورې او پریکړې او داسي نور….
خو د دې ترڅنګ بد کلتور او رواجونه هم شته، چې ټولنه ورڅخه ځوریږي، لکه : د میرمنو سره زور زیاتۍ چې په هره برخه کې وي، قومي شخړې او تربګنۍ په وړه خبره پیغور ورکول او په وړاندې یې بیا غبرګون ښودل، قومي او کورنۍ بي ګتې سیالۍ او نور……..
دا هم راته معلومه ده، چې زمونږ افغانان پورته یاد شوي رواجونه په اسانۍ نه پریږدي البته منفي عادتونه یې؛ ګټور خو یې هسي هم ګټور دي.
رابه شو دې ته، چې په نړۍ کې څه روان دي او افغانانو بیا د نړیوالو څه څه ته په درناوي ولاړ او کوم غندلي دي.
پدې برخه کې بیا ډيری افغانان په ځانګړې ډول یو شمیر ځوانان او خارج دیده خلک بیا هڅه کوي، چې د افغانې ټولنې د منفي کلتور او دودونو ترڅنګ هڅه کوي، چې ګټور دودونه هم له منځه یوسي او په عوض یې بهرني منفي رواجونو مروجوولو ته لمن وهي او دا د ځان لپاره د پرمختګ یو مثال ګڼي.
پدې برخه کې ډير مثالونه شته، خو له هغې تیریږم، یوازې یو هغه به یې راوخلم، چې اوس اوس ورسره مخامخ شوي یو او په افتخار یې لمانځو.
بهرني په ځانګړې ډول غیر اسلامي هیوادونه هڅه کوي، چې په اسلامي هیوادونو کې داسي پروګرامونه پلي او عامه پوهاوی ورته وکړي، چې له مخې یې پدې ټولنه کې له یو نه له یوې خوانه خپلې موخې یانې مسلمان ته په معنوي او اخلاقي لحاظه زیان ورسوي.
نور لرې نه ځم، د اپریل لومړی نیټه یادوم، چې د خواله رسنیو ��يرو ملګرو پدې لویه ګناه کې ځانونه شریک او د اصلي سرچیني(غیراسلامي هیوادونه) موخه او هداف یې یې د لمانځني او ټوکې په شکل پوره کړ.
افغانانو وروڼو! مونږ تاسو مسلمانان یو د دې په ځای، چې د اپریل لومړۍ ورځ په دروغو پیلوو باید مونږ او تاسو دې خلکو ته داسې یو پیغام ورکړی وای، چې دروغ په اسلام کې څومره ګناه ده.
یعني مونږ تاسو باید د دې په ځای چې دروغ ولیکو او ووایو باید د دروغو د زیان او نفرت لپاره مو قراني ایات، حدیثونه او نور د سترګو لیدلي حالات بیان کړي وای، نه دا چې مونږ ګپ شپ په دروغو ګرم کړی وای.
ما ډير داسي پوسټونه او کمینټونه ولیدل، چې افغانانو ورڼو د دې یهودي نظر لمانځنه کوله او بل ملګری به یې په دروغو حیرانوو.
دلته یو انسان دوه جرمه سرته رسوي او الله (ج) د هر یو په سر د غضب امر کړی، یو خو دا چې ده دروغ وویل او بل دا چې په دروغو یې یو مسلمان زړه وځاوره، چې دا ډواړه په اسلام کې منع دي.
پدې باید ځانونه پوه کړو، چې لدې د دوی(غیراسلامي هیوادونو خلک) اصلي موخه دا نه ده، چې یو دقیقه په خوښی سره تیره کړو، بلکه لدې یې اصلي موخه دا ده، چې مسلمان څنګه په یو ډول نه په یو ډول په ګناه اخته کړي.
په قرآن عظیم الشان کې الله پاک خلک له دروغو منع کړي او د ایت شریف د ژباړې مفهوم، الله فرمایې( خبردار! په دروغ ویونکو د الله (ج) لعنت دی)
بل ځای الله (ج) فرمایې: ژباړه: بي شکه الله(ج) له حد تجاوز کوونکي او دروغ ویونکي ته هدایت نه کوي.
په صحيحينوکي له ابن مسعود څخه روايت دی چي نبي کريم وويل : بې شکه رښتيادنيکي لورته بلونکې ده اونیکي دجنت لورته . انسان رښتياوايي درښتيا ويلو عادت جوړوي ترهغوچي الله هغه رښتونی وګڼي . همدا ډول دروغ دبدي لورته بلونکی دی اوهغه دجهنم لورته تلونکي ده انسان دروغ وايي ددروغوعادت جوړوي تر هغوچي الله يې دروغجن وګڼي . په صحيحينوکي هم دادي چي نبي کريم وويل : درې شيان دمنافق نښې دي که څه هم هغه لمونځ کوي،روژه نیسي اودعوه کي چي مسلمان دی .
(۱) خبره چي کومي دورغ وايی . (۲) ژمنه چي کوي نه يې عملي کوي . (۳) په امانت کي خيانت کوي.
نو زما د اسلام خوږو وروڼو دا منم، چې ستاسو نیت به د دې ورځې په لمانځنه کې اصلآ دروغ او د بل ځورونه نه وي، خو په نه پامی سره به مو دومره زیان کړی وي، چې پورته کول به یې زمونږ له وسه وتي وي.
نور راځئ لمانځنه وکړو، د داسي شیانو او عادتونو، چې ګټه یې دین، هیواد، کلي او کورنۍ ټولو ته ورسیږي او د ټولو هغو کړنو لپاره مقابله پیل کړو، چې یادو شویو ته یې د ګتې په ځای زیانونه ډير وي.
————————–
د لیکوالو له نظر سره د تاند همنظري ضرور نه ده.