لیکنه: نصیر احمد مصلح
د کتاب نړیواله ورځ هر کال د اپریل په ۲۳مه نېټه لمانځل کېږي، چې د ملگرو ملتونو د یونسکو سازمان لخوا نومول شوې ده. په ۱۹۹۵ز کال کې یونسکو د پاریس په عمومي کنفرانس کې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، سازمانونو او حرفوي ډلو څخه پکې کابو د ۱۰۰ پوهنتونونو استازو گډون کړی وه پرېکړه وکړه چې د کتاب نړیواله ورځ او د نشر حق په یاده ورځ ولمانځل شي. یاده ورځ (د اپریل ۲۳مه) د انگلستان لوی عالم او لیکوال (ویلیام شکسپیر) د وفات ورځې سره سمون لري. یونسکو یاده ورځ ددې لپاره وټاکله چې په ټوله نړۍ کې د کتاب او کتاب لوستنې مینه وال ډېر شي او د مطالعې فرهنگ رشد وکړي. په ځینې هېوادونو لکه برېټانیا او ایرلنډ کې د کتاب نړیواله ورځ د مارچ په لومړۍ نېټه لمانځل کېږي، خو د نړۍ اکثریت هېوادونه د اپریل ۲۳مه نېټه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسب لمانځي. د یونسکو سازمان د مدیرانو په وینا، یونسکو سازمان ځکه د اپریل میاشت ۲۳مه نېټه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت وټاکله چې په یاده ورځ د نړۍ په هېڅ هېواد کې مذهبي جشن، د مکتب او پوهنتونو د ازموینو ورځې او بل هېڅ کوم مراسم نه ترسره کېږي. د یونسکو سازمان، چې ډېری وخت د کلتور او فرهنگ په برخو کې فعالیت او خدمتونه ترسره کوې، ددې ورځې له ټاکلو څخه یې هم اصلي موخه دا وه چې د نړۍ په گوډ گوډ کې خلک د مختلفو ژبو او لیکوالانو د کتابونو په لوستلو سره د یوه او بل له کلتور، فرهنگ او ژبې څخه باخبره شي. چې په همدې موخه په برېټانیا کې په دې ورځ هر څوک کولی شي چې په یوه پونډ هر ډول کتاب ترلاسه کړې.
هر کال یونسکو د نړۍ له هېوادونو څخه یو ښار د (کتاب ښار) په نامه ټاکي، چې سږ کال (۲۰۱۹ز کال) لپاره شارجه د متحده عربي اماراتو ښار د کتاب ښار په توگه ټاکل شوی.
په ۲۰۱۸ز کال کې یونسکو په نړۍ کې د کتاب لوستنې په هکله یو راپور خپور کړ، په دې راپور کې وویل چې د نړۍ ۴۸٪ خلکو په ۲۰۱۸ز کال کې له ۱۰ څخه ډېر کتابونه لوستي دي. د راپور په یوه برخه کې د برېښنائي کتابونو او مطالعې څخه هم یادونه شوې او ویل شو�� چې د نړۍ ۳۷۸ میلیونه وگړي e-readers یا برېښنائي زده کړې کوي. همدا راز په یاد راپور کې ویل شوي، چې په ژوند کې د کتاب لوستل هر فرد ته ضرور او گټور دي، او هغه کسان چې فکر کوي، کتاب لوستل اړین ندې، د نړۍ ۱٪ جمعیت تشکېلوي.
په یاد راپور کې ویل شوي چې د کتاب لوستل ۸۰٪ د انسان معنوي ژوند پیاوړی او غني کوي، ۷۰٪ د اضطراب د کموالي سبب کېږي، او ۵۰٪ په مسلک کې د پرمختگ باعث کېږي.
په راپور کې ویل شوي چې په نړۍ کې خلک له ټولو زیات له ادبیاتو، رومانونو، مدیریت، ټولنیزو علومو او تاریخ سره لېوالتیا او مینه لري. چې په دې برخه کې ښځې تر ټولو ډېر له ناول او رومانونو او الهام بښونکي کتابونو سره مینه لري او سړي له ټولنیزو علومو او تاریخ سره تر ټولو زیات مینه او لېوالتیا ښودلی.