زاهد الله ځلاند-
د اپرېل فولز ورځ (April Fools’ Day) هر کال د اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه نمانځل کېږي او په دې ورځ ځینې خلک هڅه کوي، چې د خپلو ملګرو سره داسې ټوکې وکړي، چې هېڅ حقیقت ونه لري او خپل ملګري حیران کړي.
دغه ورځ د ۱۹ مې زېږدیزې پېړۍ څخه راپه دېخوا هر کال نمانځل کېږي، چې په کاناډا، اروپا، اسټرالیا، برازیل او د امریکا په متحده ایالتونو کې خورا مشهوره ده.
د ټولنیزو شبکو او په ځانګړې توګه د فېسبوک ځینې کاروونکي هم په دغې ورځ هېښوونکي خبرونه خپروي، چې هېڅ حقیقت ونه لري.
د بېلګې په توګه، په دغې ورځ ځینې ملګري لیکي، چې کوژده مې کړې، ځینو لیکلي دي، د ګډ حکومت اجراییه رئیس له خپلې دندې استعفا وکړه، ځینې کسانو لیکلي دي، چې یو ملګری یې د کوم هېواد لپاره سفیر او یا هم کونسلر ټاکل شوی دی او داسې نورې ډېرې پېښې.
خو د دیني او مذهبي چارو پوهان دغه ډول کړنې سمې نه بولي او وایي، چې دغه چارې د اسلام د سپېڅلي دین سره اړخ نه لګوي او ورسره په ټکر کې دي.