تاند- اپل کمپنۍ د اتومات یا بې چلوونکو موټرو په مخکینۍ شیشه کې د یوه داسې سکرین د اختراع حق ثبت کړ چې د موټر او د هغه د سپرلیو ترمنځ ارتباط ټینګوي.

دا شیشه د لارې حالت او نقشه په بې چلوونکي موټر کې ثبتوي.

اپل له یوې مودې راهیسې د بې چلوونکو موټرو په ازمېښت بوخت دی خو د خپلې دې پروژې په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.

په همدې لړ کې (Patentlyapple) ویبپاڼې افشا کړه چې اپل د اتومات موټرو په برخه کې له فولکس واګن سره همکاري پیل کړې ده.

اپل د امتیاز د حق اخیستلو په مهال ویلي چې د موټر سپرلۍ د دې سیستم په وسیله له نورو موټرونو سره په فېس ټایم کې ارتباط ټینګولی شي.

دا سیستم همداراز کولی شي چې د موټر د سپرلیو له حاله خبر شي او ورته معلومېږي چې ایا بېرېدلي دي. په داسې حالت کې موټر په خپل وضعیت کې بدلون راولي چې سپرلۍ ډاډه شي.

دا وسیله د شاوخوا موټرو د وضعیت په اړه هم خپلو سپرلیو ته معلومات ښيي.

د اپل بې چلوونکي موټر ټکر شو:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *