تاند- اپل په وروستیو کې د درې موبایل ټېلفونونو ترڅنګ نوي سمارت یا ځیرک ساعتونه هم نندارې ته کېښودل.
دا ساعتونه، چې د لمر په انرژۍ چلېږي، یو سیمکارت لري او د مخ شیشه یې د انتن کار ورکوي.
اپل دا ساعتونه د چهارشنبې په شپه د اپل ۸، اپل ۹ پلس، اپل لس یا ایکس او د اپل تلویزیون ترڅنګ وښودل.
خو ډېر پام د اپل موبایلونو ته واوښت.
د اپل ساعت بیه ۳۹۹ ډالره ده. د اپل دا ساعت، چې (appl3 Watch) نومېږي، د اپل د مخکینیو ځیرک ساعتونو په شان د موبایل ټېلفون کار هم ورکوي خو په دې یوه کې د دې لپاره چې یو سیمکارت لري او شیشه یې د انتن کار ورکوي، دې ته اړتیا نشته چې ساعت موبایل ته نژدې وي.
دا ساعت د سپورت او منډو د اندازه کولو د امکاناتو ترڅنګ چټک پروسیسر لري او بېټرۍ یې ۱۸ ساعته کار کوي.
په دې ساعت کې تر ۴۰ ملیونه زیاتې سندرې اورېدلی شئ.
دې ځانګړتیاوو ته په پام دا به د اپل تر ټولو ښه ځیرک ساعت وي چې تراوسه پورې یې جوړوي.
دا ساعتونه په دوو اندازو کې جوړ شوي، یوه یې ۳۸ او بله ۴۲ میلي متره پلنوالی لري.