تاند- اپل کمپنۍ د یوه داسې موبایل د اختراع حق ثبت کړ چې د کتاب او کتابچې په شان قاتېږي.

اپل کمپنۍ غواړي چې دا قاتېدونکی موبایل په بل پړاو کې پر ای پډ بدل کړي.

اپل تراوسه پورې پر خپلې دې اختراع نوم نه دی ایښی خو ویل کېږي چې ایل جي کمپنۍ به د دغه موبایل د شیشې یا سکرین لپاره ټکنالوژي برابره کړي.

له بلې خوا سامسونګ هم د ورته موبایل ټېلفون پر جوړولو بوخت دی. ممکن د سامسونګ قاتېدونکی موبایل ټېلفون د راتلونکي میلادي کال تر جنورۍ پورې راووځي.

اپل سږ کال د درې موبایل ټېلفونونو ترڅنګ نوي سمارت یا ځیرک ساعتونه هم نندارې ته کېښودل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *