د ملي دولت په نوم د راتلونکي دولت د تنظیمولو پرسرد شوې عمومي هوکړې له اوازه شویو جزیاتو څرګندیږي،چې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو بایلونکی نوماند ډاکټرعبدالله غواړي پخپله په راتلونکي حکومت کې د دندې اخیستو پرځای د حکومت د اپوزیسیون یا مخالفو سیاسي قوتونو د مشر په توګه پاتې شي.

هغه هم په داسې حال کې چې د ده ټاکنیزه ډله به په حکومت کې ونډه لري.

د ښاغلي عبدالله دغه اوازه شوې اراده چې ترډېره حده ښایي واقعي اود دوی لخوا تطبیقیدونکې هم وي،د بحث او اندیښنې وړ مسئله ده.

بحث او اندیښنې په څو دلایلو  زیاتې مطرح کیږي.

یو دا چې د راتلونکي حکومت سیاسي اپوزیسیون به په حکومت کې د اشتراک له وجې کمزوری،سمبولیک،ناموثر او پخپله دنده کې پاتې وي او بل په دې دلیل چې د ده ټاکنیزټیم به هم د حکومت د یوې برخې او هم د مشرسیاسي مخالف قوت په توګه سیاسي فضا انحصار کړې وي.

د تېرې غلطې تجربې دوام

په افغانستان کې یوه لویه ستونزه چې سیاست ځوروي او تخریبوي،د ځینو ډلو لخوا د سیاسي فضا انحصارول او یومخ پخپل واک کې راوستل دي.

په لنډو څو تېرو لسیزو کې د اویایمې لسیزې د واک انحصاري کولو لېونی هوس و،چې په یوې ایډیالوژۍ سمبال تنظیمونه یې پرخپلمنځیو جګړو برابر او زرګونه کسان یې پکې ووژل.

د اوسني نظام له پيله تراوسه بیا هم د هماغو تنظیمونو د یوه میراث خورو په پوره قوت سره هڅه وکړه او له بده مرغه د ناسازو شرایطو په مرسته بریالي هم شول،چې د سیاست ټوله فضا ترخپل انحصار لاندې راولي.

په مشخص ډول د جمعیت تنظیم یادولای شوو،چې دا څه باندې یوه لسیزه یې پرله پسې په حکومت کې لویه برخه د ولسمشر د لومړۍ مرسیتالۍ له څوکۍ څخه نیولې تر ډېرو نورو مهمو څوکیو پخپل انحصار کې وساتل او هم یې د حکومت د سیاسي مخالفت مشري هم په دې خاطرپخپل انحصارکې وساتله،چې په مرسته یې په حکومت کې د خپل اشتراک بې انصافه امتیازونه او نور نوي فرمایشونه خوندي او د عملي کیدووړ وساتي.

د سږنیو ولسمشریزو ټاکنو له پای ته رسیدو او اعلانیدونکو وروستیو پایلو په درشل کې دغه تنظیم یو ځل بیا د هماغې تجربې تکرار ته دوام ورکول غواړي.

دغه تنظیم له یوه اړخه له ډاکټراشرف غني احمدزي سره چې په ډېرګومان او د لومړنیو پایلو مطابق د ټاکنو ګټونکی دی،د ملي دولت په نوم د ګډ دولت جوړولو هوکړه کړې او له بله اړخه یې د اپوزیسیون د مشرۍ د انحصاري کولو لپاره چمتووالی نیولی دی.

دا کار چې له بده مرغه ښایي ترسره هم شي په افغانستان کې د ولسواکۍ د زندۍ ساتلو پروړاندې یو بل لوی خنډ کیدای شي.

که جمعیت بیا په حکومت کې د ګډون ترڅنګ د اپوزیسیون مشري هم پخپل انحصارکې وساتي،د نورو سیاسي قوتونو د پرمختګ د مخنیوي ترڅنګ به د حکومت د نېمګړتیاوو د برسیرونې او نقدونې په برخه کې د اپوزیسیون رول او موقف هم کمزوری او غیرمسولانه وي.

د ملت ترڅنګ انحصاري اپوزیسون حکومت ته هم په خیرنه ښکاري،لکه چې ولیدل شول د جمعیت اپوزیسیون به بیا د اپوزیسیون له مشرۍ څخه یوازې د شخصي او ګوندي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د فشار د وسیلې په توګه ګټه واخلي.

هغه څه چې د حکومت ډېرپلانونه او چارې به له ستونزې سره مخ او د قانونیت پرځای د مصلحت او سازش لړۍ چټکه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *