سلیم شاه – 

د سې شنبې ورځ، چې د جنوري دمياشتي وروستۍ ورځ وه،  افغان ليکوال، شاعران او فرهنګپال را ټول شول ـ دوى په يوه سيمه ييز رستورانت کې سره جرگه شول ـ او د اروپايي ليکوالو په څير چې  په کافې او ځمک لاندې رستورانونو کې راټوليږي اوهلته خپل زړونه تشوي ـ دوى هم دا کانه وکړه ـ  خو د معمول په څير تر هغو چې افضل ټکور، سليم حيات اونور راتلل ـ په دې اوهاغې يې بحث کاوه ـ

له هيواده ليرې والي  اودهيواد ستونزه  يوازې دچار واکو او پنځه واکو خبره نه ده ـ کيداى شي دا واکان  دومره انديښنه ونه لري  لکه هغوی چې له هيواده ليري دي او شپه اوورځ دخپل صنم (وطن ) غم ژاړي ـ

دلته دغربت ستونزه ده ـ له هيواد دليرې والي درد ،دخپل چم گاونډ ،کلي اوکوڅي ؛ښار اومالت نه دپرديوالي غم ،دټولو ناستو کسانو شاعرانو اوليکوالو يا په اصطلاح (گل هاى سر سبدهاى جامعه افغان ) دمخونو په رگونو اوگونځو کې همدا غم بريښي .

هغه چې کلونه تر مخه هم دې هيواد ته راغلي دبيرته ستنيدو  له تلوسې سره يې شپې اوورځي تيرولي ـ دستيندنگ تلوسه يې لا په ذهنونو اورگونو کې مړه نه بلکې په جوش کې وه ـ لا تر اوسه په دې فکر کې دي  چې يو وخت به خپلو جونگړو ته ستانه شي ـ يو وخت به دخپلو اقاربو هديرو ته ودريږي  اوددوعا لاسونه به پورته کي ـ خو دا وس او دا  توان لا چيرته دى ـ تاريخ هره ورځ خپل نوش دارو دزلمو په ککريو کې څښي ـ هيواد لا دجنگ اوجگړو په اور کې سوځي ـ دا يې يوه خوا .خو له بلي خوا يوې ډلي جواسيسو ـ مرتدو په نوم مجاهدو مشرانو، دځمکو غاصـبانو، دملک اوملت د شتمنيو لوټوونکو ټول وطن له ستوني نيولي ـ انسان وژونکو ؛ اود دين اوخداى سره ددرواغجنو په منگولو کې ايسار دى ـ دوطن انسان هم ورو ورو او قدم په قدم  له خپلو سننو او اوارزښتونو ليرې وځي ـ انسان خپل ارزښت له لاسه ورکوي ـ اودکامو دميرساولت خبره يې ځاى نيسي چي وايي :

(( نن مور مړه شوه ـ ښايي پرون مړه وه ـ نه پوهيږم ـ دزړو له کوره راته تلگرام راغئ : چې مور مړه ده ـ سبا خاورو ته سپارل کيږي ـ په درنښت ـ)) دا هيڅ مانا نه لري ـ ښايي پرون وه .))

دلته که دکامو خبره دهيواد په مفهوم کې پلې کړو ؛ نو څه ؟ هيواد  ،ټاتوبى ؛ دپلار اونيکه مړستون ـ دژوند اوحيات يواځينۍ ځاى ـ له همداسې بې پروايي سره مخامخ دى ـ جنگ سالار هم له پايڅي را ويستلي او ددين ټيکه دار هم ـ

يوازې جنگ اوجگړې  دا بى پروايي نه ده را منځ ته کړې ـ بلکې ددين اومذهب په نامه پلورل شويو توکو ؛ جواسيسو يو نوى فرهنگ زيږولي دى ـ دهيواد د سودا کولو فرهنگ ـ په دوه توته دخرڅولو فرهنگ ـ  اوــــ

اوس انسان له خپل انساني دريځه په هيواد کې واټن نيسي ـ يوازې دقدرت ،ثروت اوشهوت مريان اوغلامان دي ـ ټولې رسنۍ ټوله ورځ دغلا اودغصب خبرونه خپروي  ـڅوک دخپلې کونې دشليدو داستان وايي اوڅوک  دقتل اوغلا ـ خو کومي دي هغه سترگي چې وشرميږي ـ اوحيا وکې ـ وايي چې دقيامت په ورځ به دبې حياوو اوبې شرمو کسانو سترگې په تندې کې وي ـ راشئ وگوري ايا زموږ په هيواد کې همدا اوس قيامت نه دى راغلی  ـ

خو موږ دخان عبدالغني خان  په شعر او ژوند باندې ديو څيړل شوې کتاب تابيا کړي ده ـ که دغني خبرو ته ځير شو هغه همدا پيغام لري ـ دهمدغه بې شرمو، قام شرمو او وطن شرمو توکو رسواکول کوي ـ

بياهم  خبره زموږ دغربت په ناورين کې وه : دبرتولت برښت الماني شاعر اودرامه ليکوال چې همداسې زموږ په څير رنځونه يې گاللي  دلته دخپلو خبرو دحسن اختتام په توگه را نقلوو:

((زه برتولت برښت له تورو ځنگلونو راځم ،مورمې !كله چې مې دهغې په تن كې ځای درلود ،ښارونو ته راغله :

نو دتورو ځنگلونو ساړه به دمرگ تر ورځې پورې زما په تن كې  وي · ))

برښت وايي :  

رښتيا چې په يو تور اوتورتم دوران كې ژوند كوو ·

كليمات بې گناه اوبې عقل بريښي ·

ورين تندی ،دبې حسۍ نښه ده · هغوۍ چې خاندي ،تر اوسه يې لا ډاروونكی خبر نه دی اوريدلی ·

څه دوران دی ،

چې دونو په باب خبرې كول،

تقريبا يو جنايت دی

ځكه دا ډول خبرې

دبې شميره وحشتونو په وړاندې خوله تړل دي ·))

************

دا وار غونډه  دليکوال اکبر کرگر په نوې چاپ شوې اثر باندې وه  دا اثر چې دپښتو د مشهور شاعر خان عبدالغني خان په افکارو اواشعارو باندې څيړنه ده  او د ماته يو درياب دنور را په نوم چاپ شوى دى ـ خبرې وې ـ دغونډي په سر کې خبري وروستې راغلي شاعر افضل ټکور پیل کړې ـ  سره له دې چې هغه ته کتاب يوه دوه اونۍ تر مخه ورسپارل شوي وو ـ خو وې ويل لومړۍټوک ېې چې کلونه وړاندې چاپ شوې وو ـ پخوا لوستې خو دوروستى ټوک ېې پاڼې اړولي  اوله بده مرغه په لوستلو  ېې تر دې شیبې نه دئ توانیدلی .

هغه دخپلو خبرو په سر کې وويل : موږ دلته دغني دشعر ارزونه نه کوو؛ بلکې دلته په غني باندې دکرگر دکار ارزونه کووـ

هغه زياته کړه : غني هغه پښتون ليکوال دى  چې دنړيوال ادب نه اغيزمن دى ـ زيات ليکوالان په دې باور دي چې : په غني باندې څه ويل گران دي  خو کرگر دا کار په ډيره اسانې ځکه کړى  چې يو عمرېې غنې لوستى او لټون يې کړى دى ـ په غني خان باندې دکرگر لومړى کار چې په شپيتمو کلونو کې يې تر سره کړ هم غنيمت کار وو ـ په هغه مهال يو نوښت وو ـ خو کرگر دې کار ته دوام ورکړ ـ ؟

زماپه اند غنی یو صوفی شا عر دئ ښه به وی که پخپله کرگر صيب هم دا وظا حت ورکړی چې غني يو صوفي  شاعر وو اوکه نه ؟  ـ خو کرگر سم دواره وويل : که کتاب ولوستل شى ددې پوښتني ځواب پخپله هلته  شته ـ   ټکور وويل : ماته دا خبره واضح نه ده  چې ايا غني کوم ډول صوفي و ـ خو په هر صورت  غني  يو ناسپړلې کتاب دى چې لوستلو ته اړه لري ـ

له افضل ټکور  نه وروسته  شاعر غلام محمد کامه وال په لڼډه توگه خبري وکړې  اودکتاب دچاپ اوخپريدو مبارکي يې ورکړه ـ

وروسته وار شاعر  نظيف تکل ته ورغئ . نظيف الله تکل وويل ما دا کتاب يعنې دکتاب دويم ټوک په دقت ولوستـ . کتاب ټولي نوې خبري لري . دغنې فلسفي افکار ؛ دغني ښکلا پيژندنه  دغني عرفاني نظريات ـ دغني ملا چرگگ شعر اودسليمان (ع) ملکه سبا ؛منصورحلاج  اوغني خان   اوغني اوملا  اوداسې نور ډېر مسايل لري ـ

بايد وويل شي چې غني خان ته پښتانه هغه وخت متوجه شول چې سر دار علي ټکر دغني کلام موسيقۍ ته داخل کړ اودا خبره کرگر هم کړې ده ـ کله چې دغني له کلامه اهنگ اوسندره جوړه شوه  خلکو ته دپوهيدو وړ هم شو ـ دې کار دا خبره هم بې ځايه ثابته کړه چې ځينو به ويل دغني کلام وزن نه لري ـ موسيقي ثابته کړه چې دغني کلام له هر څه زيات  اهنگين اوموزون دى ـ

ددې ټولو خبرو  سر بيره  يو ليکوال دخپل رسالت له مخې را پاڅيږي اودا روښانه کوي  چې شاعر غني خان دکومو افکارو اوکومو عقايدو له پاره شعر بستر وگرځاوه ـ اوڅرنگه يې وکړاى شول دغني خان تفکر ته داخل شي  ـ چې دا کار کرگر په ښه طريق کړي دى ـ

کرگر څرنگه وکړاى شول دخلقت په باب دغني مفکوره اوباورونه وڅيړي ـ دملا چرگگ يا هد هد يا دسليمان دمرغه په نون شعر يې يو مثال دى ـ

يا دمنصور حلاج په باب يوه څيړنه چې  ماته يو وخت معما وه  خو کرگر را سپړلې اوښه يې يې شنلي ده  زه پرې ډېرې خبري نه کوم ـ خو دخپلو خبرو په دې برخه کې  دومره وايم چې وياړم چې داسى يو ليکوال شته چې دغني محبوبيت يې زيات کړ اوزموږ نسل ته يې غني را وپيژاند ـ خپلې خبرې په خپل يو شعر چې کرگر يار ته مې ويلي  اواهدا کړى دى ـ پاى ته رسوم :

دشعر سر خط دى : نبض

تا قلم پر کاغذ ايښى

شيبې په څوکې څارې

تنهايي درسره ناسته

دسکوت سره غږيږي

دا ته څومره زړور يې ؟

چې تورتم کې

له تورتمه روايت کړې !

تا قلم پر کاغذ ايښى

دماشوم سندرې اورې

دوطن نبض دې نيولى

ناگهانه په خندا شې

چې يې غږ دزړگې

حس کړې !

دا ته څنگه ليونى يې ؟

چې دقبرو له څنگ تيريږي

ورکې ايښې

ستوري شميرى

تا قلم پر کاغذ ايښى

ددې لوبې تماشه کړې

خپل درد په لاس کې زبيښې

اوبل نسل ته کيسه کړې ـ

نظيف الله تکل  جنوري ۲۰۱۷  

دتکل له شعر وروسته وار سليم حيات ته ورغئ ـ

سليم حيات هم وويل: ما کتاب نه دى لوستى ـ خو لومړى برخه مې وکتله ـ ځينو خلکو په غني دکفر فتوى ورکړې وه اودهر چوکاټ نه يې بهر گڼلي وو ـ خو داچي غني په کومه کورنۍ کې پيدا شوى  دپښتنوالي يو سمبول اويوه نښه ده ـ غني زړور شاعر وو ـدخانئ موسسې هغه ته دا جريءت ورکړى دى چې په زغرده خپله خبره وکړي ـ غني واقعيتونه ويلي دي ـ په غني باندې دکرگر څيړنه داسې يو څه دې چې غني يې يو وار بيا را ژوندى کړ ـ گوندې اغيارو  پر هغه خاورې اړوي ـ

په غني باندې په څيړنه کې مقايسې اوپرتلنې ډېرې په زړه پوري دي ـ لکه دخيام اوغني پرتلنه :

له سليم حيات نه وروسته وار سپين تڼي ته ورغي ـ هغه وويل : زه لنډې خبري کوم ـ همدومره وايم له کومه ځاېه چې ما دکتاب عناوين ليدلي  دي کرگر دغومبسو ځالې ته لاس اچولي د ي ـ په کرگر کې هم له مسلکي اوهم دڅيړنې له مخې دا زړورتيا وه اوشته چې دغني فلسفي اوتصوفي نړې ليد روښانه کړي ـ  زما په نظر ماته يو درياب دنور را اثر بايد  په ډير دقت ولوستل شي ـ  زه کرگر ته ددې  مهم کار مبارکي وايم اوبرى يې غواړم ـ

دغونډې په پاى کې وار عبدالوکيل سوله مل شينواري ته ورغئ ـ څرنگه چې هغه ډيرې خبري يادښت کړي وې ـ کتاب يې هم په ډير غور لوستي وو ـ نو له سره يې وويل چې زه به په پاى کې خپلې خبري وکړم . سوله مل وويل: په غنی خان تر اوسه ګڼ سیمینارونه جوړ او ګڼ اثار خپاره شوی دی خو کرګرصا حب لومړنی افغان ووچې په هغه یی نږدې دیرش کاله دمخه  د بشپړڅیړنیز اثر پیل وکړاو اوس ېې د ها غه اثر سره بله څیړنه مل کړه . غنی هومره چې دده د خلاقیت ، ښکلا ، فلسفه او عرفان

دي لا هم ډیرو څیړنو او څپړنو ته اړ دئ خو د کرګر صا حب نوې څیړنه او شنه تر ټولو هغو چې تر دې دمه کښل شوی دي بشپړه او له نوښته ډکه ده . په دې اړه دکرګر صا حب دمخه دغنی خان په اړه د یوه اثر((د رنګ او نور شا عر)) لیکوال سید عا بد جان خبرې رااخلم :

ددې لیک په لوستلو زه بغیر د څه ملا حظې نه په دې ویلو مجبور یم چې دا لیک زما د هغې نه په هر لحا ظ جا مع ، هر اړخیز ژور او پر مغز دئ. دا اثر د ستر غنی خان په جما لیا تی فلسفه کې بیخی نوې څیړنه ده .

کرګر صا حب ددې اثر د څیړنې لپاره نه یوازې د هغو فلسفی او عرفا نی مکتبونو د سرلارو اثار په بیا بیا لوستی او شنلي دی . بلکې په غنی خان لیکلی اثار یی هم یو یو له نظره تیر ،کره او نفد کړی دي.

سوله مل وویل : غنی لا هم  نا سپړلی کتا ب دئ . دا که په بل قوم او ملت پورې تړلی وای اوس به پرې بیشماره اثار ، ادبی څیړنیز مرکزونه او فلمونه جوړ وای . هغه د ایران د یوې شا عرې فروخ فرخزاد او صا دق هدایت مثال راوړ.

غونډه ما ښام په نهو بجو پا یته ورسیده :

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *