د اکي مڼې ونه
 Ackee
علمي نوم ېې (Blighia sapida) ده او (akee) هم لیکل کیږي. د کورنۍ نوم ېې ساپین دېسای (Sapindaceae) او اصلي ځای ېې غربي افریقا ده. په معتدله او نیمه معتدله سیمو کې دا ونې د میوې لپاره کرل کیږي. د اکي میوې سره په مالګه کې ساتل شوي ماهیان د کارابین (Caribbean) نامتو او د جمایکه (Jamaica) ملي خواړه دي. دا ونه د ساینس مضمون ته د ویلیم بلیغ (William Bligh) لخوا معرفي شوې. د کال ۱۲ میاشتې شنې وي، تر ۹ متره پورې لوړیږي، د ګلانو رنګ ېې سپین ده او ګلان ېې ښه بوي لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *