نجیب الله ځیرک
قتل په اور ګاډي کي د نړۍ مشهورې لیکوالې اګاتاکریسټي هغه جنایي داستان دی چې دې د خپل عمر پر ۴۴ کال لیکلی دی او هغه یې د شهرت اسمان ته ورسوله. نو موړي ته دجنايي او پولیسي پېښو دقیق او منطقي سکښت او اوډون له امله (دجنایت ملکه) لقب ورکړل شوی دی.
د اګادتا کریسټي په اړه ویل کیږي چې اثار یې تر انجیل او ویلیم شکسپېر وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات ژباړل شوي او ۱۰۳ ژبو ته ژباړل شوي دي.
د اګاتا کریسټي له ناولونو څخه دا لومړنی ناول دی چې پښتو ته ژباړل شوی. دا ناول جبار فراز په روانه پښتو له انګلیسي او فارسي څخه را ژباړلی دی، د ژباړې ژبه ډېره ساده او روانه ده ، د کتاب ژباړه دومره خوږه ده چې لوستونکی به دا فکر ونه کړي چې دا کتاب ژباړل شوی دی.
د یاد ناول کیسه د شلمي پيړۍ د اوایلو ژوند انځوروي، یاد داستان د مشهور خیالي کرکټر څارنوال هرکل پوارو د یوه سفر جریان رانغاړي نو موړی له سوريې څخه استانبول ته روانیږي چې هلته لږ پاته او شاوخوا ګرځي ، خو له مرکزه د یوه لنډ یاداښت له لارې لندن ته غوښتل کیږي دی هم بیله ځنډه روانیږي . پرلارې اورګاډي کي یو مرموز قتل کیږي او پوارو ته یې مجبورن د راز کشفولوڅار ور سپارل کیږي. د دې راز سپړل له تلوسې ډک دي چې لوستونکی یوه شېبه هم نه پرېږدي چې له کتابه سترګې واړوي.
یاد کتاب په ۲۸۸ مخونو کې د سروش کتاب پلورنځي له خوا په ښه او معیاري کیفیت چاپ شوی ، د ناول تر پېلېدو وړاندې لومړی د ژباړن د( یوڅوخبري) تر سرلیک لاندې د کتاب په اړه خبري کړي په دې یادښت کې راځي(( د دغه ژانر له نورو اثارو سره یې ما یو دا توپیر راوایست چي دلته د کیسې غوټه د کتاب د وروستۍ پاڼي په وروستي پارګراف کي نه ، بلکي تر نیما يي وروسته وروــ ورو پرانیستل کیږي. په بله ژبه دا داسي یو پولیسي ــ جنایي داستان نه دی چي ټوله ساه یې په اخیري کرښه کي قید ده . لوستل یې دشپږم حس دځواکمنولو لپاره خورا ګټوردي)).
ورپسې د ولي داکتاب؟ تر سرلیک لاندي ژباړن د هغه لسو ټکو یادونه کړې چې هغه یې د دې کتاب ژباړلو ته هڅولی دی. ورپسې یې د لیکوالي لنډه پيژندنه په څلور مخو کي په خورا مختصر ډول بیان کړي ده. له دې وروسته داستان پېلیږي «د ژمي دیوه ساړه سهار پر پنځه بجې دسوریې دالیپو ښار پر ریل پتلۍ یو اورګاډي ولاړ وو…………………»
پاته دې نه وي چې جبار فراز تر دې مخکي د نړۍ د نورو مشهورو لیکوالانو اثار پښتو ژبي ته را ژباړلي دي له هغو جملو څخه د کافکا مسخه او د مارک تواین شهزاده او سوالګر د یادونې وړ دي.