تاند- د اګست ۸ مه د پیشو نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت ورلډ اتلس (ّInternational Cat Day) په نړۍ کې د پیشوګانو د شمېر او ګرانښت په اړه راپور خپور کړی دی.
دا ورځ لومړی پلا په ۱۹۶۹ م کال په کاناډا کې ولمانځل شوه.
په دې راپور کې د روان ۲۰۱۷ د مارچ تر میاشتې په درسته نړۍ کې د پیشوګانو شمېر د ۵ سوه ملیونه تر ۶ سوه ملیون پورې اټکل شوی دی.
خو په ځینو هیوادونو کې چې د هر شي دقیقې احصاییې شته، د پیشوګانو شمېر داسې ښودل شوی دی؛
امریکا ۷۶ ملیونه او۵ سوه زره
چین ۵۳ ملیونه
روسیه ۱۲ ملیونه او ۷۵ زره
برازیل ۱۲ ملیونه او ۵ زره
فرانسه ۹ ملیونه او ۵ لکه
ایټالیا ۹ ملیونه او۵ لکه
بریتانیا ۷ ملیونه او ۷۵ زره
جرمني ۷ ملیونه او ۷۵ زره
اوکراین ۷ ملیونه او ۷۵ زره
جاپان ۷ ملیونه او ۲۵ زره
په دې راپور کې په دې هم بحث شوی چې ایا د انسانانو پیشوګانې خوښې دي اوکه سپي.
په انترنیت او ټولنیزو شبکو کې د سپو او پیشوګانو په ملیونونه عکسونه خپاره شوي؛ نو کوم هیواد زیات خوښوونکي لري؟
د امریکا په متحدو ایالتونوکې ۳۵ اعشاریه ۵ خلک په کورونو کې سپي لري خو د دې په مقابل کې په سلوکې ۳۰ اعشاریه ۴ پیشوګانې لري.
خو له دې سره سره په امریکا کې تر سپو د پیشوګانو شمېر ۵ ملیونه زیات دی.