تاند- د اګست ۸ مه د پیشو نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت ورلډ اتلس (ّInternational Cat Day) په نړۍ کې د پیشوګانو د شمېر او ګرانښت په اړه راپور خپور کړی دی.

دا ورځ لومړی پلا په ۱۹۶۹ م کال په کاناډا کې ولمانځل شوه.

په دې راپور کې د ۲۰۱۷ د مارچ تر میاشتې په درسته نړۍ کې د پیشوګانو شمېر د ۵ سوه ملیونه تر ۶ سوه ملیون پورې اټکل شوی دی.

خو په ځینو هیوادونو کې چې د هر شي دقیقې احصاییې شته، د پیشوګانو شمېر داسې ښودل شوی دی؛

امریکا ۷۶ ملیونه او۵ سوه زره

چین ۵۳ ملیونه

روسیه ۱۲ ملیونه او ۷۵ زره

برازیل ۱۲ ملیونه او ۵ زره

فرانسه ۹ ملیونه او ۵ لکه

ایټالیا ۹ ملیونه او۵ لکه

بریتانیا ۷ ملیونه او ۷۵ زره

جرمني ۷ ملیونه او ۷۵ زره

اوکراین ۷ ملیونه او ۷۵ زره

جاپان ۷ ملیونه او ۲۵ زره

په دې راپور کې په دې هم بحث شوی چې ایا د انسانانو پیشوګانې خوښې دي اوکه سپي.

په انترنیت او ټولنیزو شبکو کې د سپو او پیشوګانو په ملیونونه عکسونه خپاره شوي؛ نو کوم هیواد زیات خوښوونکي لري؟

د امریکا په متحدو ایالتونوکې ۳۵ اعشاریه ۵ خلک په کورونو کې سپي لري خو د دې په مقابل کې په سلوکې ۳۰ اعشاریه ۴ پیشوګانې لري.

خو له دې سره سره په امریکا کې تر سپو د پیشوګانو شمېر ۵ ملیونه زیات دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *