د ایبولا مرګونې رنځ د لومړي ځل لپاره په لويدیځې افریقا کې تقریبأ تېر کال تر سترګو شو. او اوسمهال د دې مرګونې رنځ له ګواښ څخه د نړۍ یو هیواد هم په امان نه دی.

که څه هم پر دې رنځ اخته شوي یو امریکايي ډاکټر لا تر اوسه له دې رنځه روغ وتلی او د نسبتأ ښه صحت خاوند دی خو د چهارشنبې په ورځ په ټکساس کې یوازینی بستر امریکايي، چې د ایبولا ناروغي یې تشخیص شوې وه، ساه ورکړه. د ژوندي پاتې امریکايي ډاکتر  درملنې هم سل په سلو کې نتیجه نده ورکړې.

دې مرګونې رنځ په زرګونو کسان وژلې او لا تر اوسه نړۍ په دې نده بریالۍ شوې چې لازمه درملنه د رنځ لپاره ومومي. او د نړیوال صحت اداري (WHO) لخوا دا رنځ لاعلاج نومول شوي.

وړمه ورځ د دي مرګونې رنځ لومړنې پیښه په اسپانیه کې تر سترګو شو. او ورپسې دوهمه پيښه په ناروي کې هم ولېدل شوه. چې دواړه په مرض ککړ شوي کسان طبې کارکونکې دي، چې په ګینې کې ئې د رنځورو کسانو د درملنې لپاره د ملګرو ملتونو د صحت اداري لخوا استول شوي وو.

د ایبولأ رنځ درمنله نلري او د لسو ورځو په موده کې انسان وژنې. خو په ځنو پیښو کې د انسان معافیاتې سیستم پیاوړتېا پوري اړه لري. او تر کومه حده چې د ویرس سره بدن مقاومت کولاي شې انسان ژوندي وي. خو د ژوندي پاتې کیدلو چانس ئې نشته.

علایم؛

د ایبولأ په رنځ د ککړیدلو په لومړي ورځې د رنځور په بدن کې کوم علایم نه لېدل کیږي.

له دوهمې ورځې نه تر دریم ورځې پوري د ایبولأ د رنځ ویرس د انسان ټول بدن ته ځلغیږي او د انسان په هري برخې کې ځاي نیسې.

د څلورمې ورځې نه تر اومې ورځې پوري سردرد، کانګې او په نس ناستې رنځور کس اخته کیږي. په ورته وخت کې نوموړي کس که د هر چا سره په تماس کې وي په اسانې سره ویرس ورته انتقالولې شي. دا رنځ په ساده ژبه اوبأ ته ورته رنځ دي، چې په ګډه شوي ټولنه کې پرته له دي چې رنځور د خاصو طبې شرایطو لاندي له ټولنې څخه جدا کړي شي، د ټولنې ټول وګړي په رنځ اخته کېدالې شي.

له اومې ورځې نه نیولې تر لسمې ورځې پوري د ایبولأ ویرس د انسان وینه جامدوي او د بدن له هر غړي نه د وینې بهیدل شروع کیږي. لکه غوږونه، پزې، خوله، سترګې او نور.

او بالاخره رنځور کس مري!

احتیاط!

د لویدیځې افریقائې هیوادونو هر وګړي سره که په تماس کې یاست له ډیر احتیاطه کار واخلې او یا هم خپل ارتباطات وځنډوي. او که دا شونې نه وي نو لږ تر لږه ځان ډاډه کړي چې نوموړي کس په نږدی کې د لویدیځې افریقأ هیوادونو ته سفر درلود، که نه؟

خو ښه به دا وي چې ځان وساتې او همسایه غل مه نیسې.

0 thoughts on “د ایبولا رنځ نښې او د ځان ساتنې لارې/ اباسین جکړ”
  1. مننه ستاسو له معلوماتو نه ایا په اسیایی هیوادونو کی کومه نښه نښانه لیدل شوی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *