انتخابات دویم پړاو ته ولاړه او د مخکښو کاندیدانو څخه غواړم، چې ایتلافي حکومت په فکر کې نه وي،ځکه چې داسې حکومت د خلکوپه ګټه نه بلکې په تاوان وي.
که چېرې هر کاندید د ایتلاف په صورت کې وړنکی هم شي، په دې کې دټولنې تاوان دی.
ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د ایتلافي حکومت طرفدار نه دی.
د ایتلافي حکومت په جوړیدو کې به نظام د نني حکومت په شان وي.
ریس جمهور په خپلو کارونوکې قاطع تصمیم نه شي نیولی.
وزیران ، ریسان او د دولت ټو ل لوړ پوړي کارکونکي به په مختلفو غیر قانوني ډول ګومارل کېږي.
دافغانستان ځینې د لوړو چوکیو کارکونکي د دولسم صنف اسناد یې په پیسو اخیستې دي او د لېسانس اسناد یې د ځینو شخصي پوهنتونونو نه هم په پیسو اخیستي دي او د خلکو واکداري کوي، چې دا هم د ایتلاف برکت دی.
نن ټولې چوکۍ ویشل شوي دي، یو وزیر خان له یو وزارته ددې لپاره لېرې کېږي، چې لیاقت یې نه لري او بل وزارت ورته زر تر زره ورکول کېږي.
په داسې حکومتونو کې حق حقدار ته نه ورکول کېږي، او د ټولنې ډېر خلک له حکومته خفه وي.
د نن نه څو لسیزې له مخه د خلکو فکري ذواکمنتیا او پوهه ډېره وه او نن کمزورې ده.
موسی شفیق د افغانستان صدراعظم او نن د هغې بدیل څوک دی، پوهاند عبدالحی حبیبي د کندهار وکیل وه اونن مو د کندهار وکیلان وګورئ، ګل پاچا الفت د لغمان او ننګرهار وکیل وه او نن د دې دوو ولایتونو وکیلان وګورئ، عبدالروف بینوا مو د افغانستان وزیر وه او نني وزیران مو وګورئ.
ای افغانانو! سترګې لرۍ خو د ړاندو په شان هستۍ، غوږونه لرۍ خو د کڼو په شان هستۍ، مغز لرۍ خو د لیونیانو په شان عملونه کوۍ، ژبه لرۍ خو خبرې کولای نه شۍاو د بدن د هر نعمت نه مو ښه استفاده نه ده کړې.نن هم ډېر با احساسه انسانان په ټولنې کې لرو ، خو استفاده ورنه نه کېږي.
د الله تعالی لپاره هغه چاته رایه ورکړئ ، چې ملک مو له دې بد بختیو خلاص او ښه ژوند ولرو.