ابي احمد علي

تاند (جمعه، د میزان ۱۹) په ناورې کې د سولې د جایزې کمېټې ابي احمد علي نوم په دې ډول اعلان کړ:

«د ناروې د نوبل د سولې کمېټې پرېکړه کړې ده چې د نوبل د سولې جایزه د ایتوبیا صدراعظم ابي احمد علي ته د سولې لپاره د ده د هلوځلو په خاطر ورکړي.»

ابي احمد له ایریتریا سره د ایتوپیا د سولې په برخه کې هڅې کړي او له همدې کبله د دې جایزې ګټونکی بلل شوی.

ابي احمد د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې د ایتوپیا صدراعظم شو.

له ایریتریا سره یې سرحدي اختلاف حل، د سولې تړون لاسلیک او سیاسي بندیان یې ورخوشې کړل.

دی په ایتوپیا کې د ښځو د حقونو او پرمختګ لپاره د کار په خاطر هم ستایل شوی.

ایتوپیا او ګاونډی یې ایریتریا له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۰ کال پورې په خپل منځ کې په جګړه کې ښکېل ول او وروسته یې هم اړیکې ډېر کلونه سړې وې.

ایتوپیا د افریقا په شمال کې پروت هیواد دی او څه باندې سل ملیونه نفوس لري.

د نوبل کمېټې نن په اوسلو کې اعلان وکړ چې ابي احمد د سولې نوبل جایزه ګټلې او شاوخوا نهه لکه ډالره جایزه هم ورکول کیږي.

ابي احمد ۴۳ کلن دی او تر دې مخکې یې د ایتوپیا په پوځي او استخباراتي برخو کې کار کړی دی.

ابي احمد علي ته به د سولې جایزه د سږ کال د دسمبر په لسمه، چې سویډني مخترع او د نوبل د جایزې د موسس الفرډ نوبل له تلین سره برابره ده، په یو لړ مراسمو کې په اوسلو کې ورکړل شي.

د سولې د نوبل جایزې لپاره سږکال ۳۰۱ تنه کاندیدان وو چې له ابي احمد وروسته یې ډېره مستحقه د اقلیمي چارو فعاله ګریتا توبنرګ بلل کېده.

الفرد نوبل، د باروتو مخترع و چې په ۱۷۹۵ م کال په حق رسېدلی دی.

خو ابي احمد علي په ۲۰۱۸ م کال په ایتوبیا کې د ټولنیز عدالت او مدني حقونو د ارتقا او د سیاسي – اقتصادي شرایطو له ښه کولو سره په خپل پلان مرسته وکړه او د ایتوبیا صدراعظم وټاکل شو.

دی مخکې تر دې چې سیاسي ډګر ته راووځي د خپل هیواد د پوځ د استخباراتو مامور و. وروسته د ایتوپیا پارلمان ته بریالی شو او په تدریج د ایتوپیا د خلکو د دیموکراتیکې جبهې ګوند مشر شو.

په نورو برخو لکه طب، فزیک، کيمیا او ادبیاتو کې د نوبل د سږنیو جایزو ګټونکي دمخه اعلان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *