تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ورځ کې د روسیې، ترکیې او قطر له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان پر سوله او روانه لانجه غږېدلی دی.

جواد ظریف په تلیفیوني تماسونو کې له درې واړو هیوادونو سره د افغانستان په سیاسي بحران کې پرمختګونو او د سولې په تړاو بحثونه کړي دي.

دوی په یمن کې د اوربند او تازه پرمختګونو په تړاو هم بحث کړی او د کورونا وایرس پر ضد ګډې مبارزې باندې یې هم خبرې تبادله کړې دي.

د دې خبرو زیات جزیات نه دي خپاره شوي، خو تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم له جواد ظریف سره د کورونا له کبله په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت پر موضوع خبرې کړې وې.

ملګرو ملتونو له ایران څخه غوښتي چې د یمن په څېر افغانستان کې هم د اوربند لپاره هڅه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *