مولوي عبدالحمید

تاند- د ایران د سنیانو یوه دیني مشر مولوي عبدالحمید اسماعیلزي د خپل هیواد د ټولواک آیت الله (علي خامنه يي) د هغه ځواب هرکلی کړی چې ده ورته لیکلي و چې په ایران کې له سُنیانو سره زیاتی او تبعیض کېږي او خامنه يي په ځواب کې ورته یوازې دومره لیکلي و، چې «نه دې کېږي.»

مولوی اسماعیل اسماعیلزي، چې ایرانیان یې اسماعلی زهي لیکي، هیله څرګنده کړې چې د ایران حکومتي چارواکي د دغه هیواد د مذهبي مشر آیت الله خامنه يي امر ومني او تبعیض پای ته ورسوي.

مولوي عبدالحمید د ایران د اسلامي نطام او خامنه يي کلک پلوی دی.

ده همداراز ویلي«د آیت الله خامنه يي فرمان زغرد او تلپاتې دی او د ایران د ټولو ملکي او پوځي چارواکو شرعي دنده ده چې د ایران د ټولو مذهبونو او قومونو په منځ کې یو شان چلند وکړي.»

مولوي اسماعیل اسماعیلزي تر دې وړاندې د ایران مذهبي مشر ته له ایراني سُنیانو سره د زور- زیاتي او بې رحمیو په اړه یوه لیک استولی و او له خامنه یي څخه یې غوښتي و چې د دغو بې عدالتیو د پای ته رسېدو لپاره اقدام وکړي. خامنه يي یوازې ویلي و چې تبعیض دې نه کېږي

خو د خامنه يي د دفتر ريیس محمد محمدي ګلپایګاني د چهارشنبې په ورځ وویل چې په ایران کې بې عدالتي او تبعیض نشته.

د ایران سنیان، چې خورا مظلوم اقلیت دی او له څو پېړیو راهیسې ځپل شوی او عملاً د ایران سرحدونو ته شړل شوی دی، د خامنه يي په دې خبره هم قانع دی چې وايي «تبعیض دې نه کېږي.»

د ایران په پلازمېنه تهران کې سنیان د جمعې او جماعت د لمانځه او د جلا جومات اجازه نه لري او دا په داسې حال کې ده چې ارمنیان په دغه ښار کې تر ۵۰ زیاتې کلیساګانې لري او یهودان ګڼ شمېر کنیسې لري.

ایران ظاهراً ځان د اسراییل تر ټولو لوی دښمن ګڼي.

د ایران په تاریخ کې تراوسه پورې حتي یو ځل هم یو سُني والي شوی نه دی. حتي د دغه هیواد د سُني مېشتو سیمو والیان او نور چارواکي شیعه دي.

په لسګونو زره سنیان په بلوچستان، کوردستان (کردستان) او د نورو سُني مېشتو سیمو کې د ایران له تبعیضي سیاستونو سره د مخالفت په لاره کې وژل شوي دي.

د ایران له سُنیانو سره زور زیاتی د صفویانو له دورې پیل شوی او حتي د شاه په سیکولر حکومت کې هم سُنیان د ایران د ټولنې تر ټولو بې برخې او مظلومه طبقه ګڼل کېده.

One thought on “د ایراني سُنیانو یو مشر وايي«د خامنه يي دا امر دې تطبیق شي چې تبعیض دې نه کېږي”
  1. موږ انتظار درلود چی پاکستان او ایران به د اتمی کیدو سره په خپل روابطو او بین الامتی اخلاق او مسؤلیتونو کی تجدید نظر وکړی ، امت به خپل وبولی او د امت حمایت ته به اوږه ورکړی او داسی نور مسؤلیتونه به اداء کړی .
    خومع الاسف دا کرایی امرا او علما دا ظرفیت نلری او د نورو نه بدتر د خر شاخدار په لاره روان دی او د مظلومو ملتونو په وینو یی لاس سره دی سره لدی چی ټولواک آیةا… او مولانا خیل په حکومت او قیادت کی لاس لری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *