ضیاءالاسلام شېراني
په ایران کې له تېرې پنجشنې راهیسې لسګونه زره کسان سړکونو ته راوتلي او د دولت ضد لاریونونه یې پیل کړي دي. د یادو لاریونو پیل د دې هېواد له تر ټولو مهم مذهبي ښار مشهد څخه وشو؛ خو وروسته یې لمن د تهران په ګډون، کرمانشاه، کوردښار، بندر عباس، ایذه، اراک، زنجان، ابهر، دورود، خرم اباد، اهواز، کرج او تنکابن ته هم وغزېده. په یادو لاریونونو کې تر دې دمه شاوخوا ۲۲ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور د ایران حکومت له لوري بندیان شوي دي.
که څه هم په ایران کې روان لاریونونه په پیل کې د ناوړه اقتصادي حالت او اداري فساد ضد حرکتونو په نوم پیل شول، خو وروسته یې سیاسي بڼه خپله کړه، په تاوتریخوالي واوښتل او آن تر دې چې لاریونکوونکي د ایران مذهبي مشر او اوسني نظام پرضد سخت شعارونه ورکوي.
په ایران کې روان لاریونونه د دې هېواد په تاریخ کې د ۲۰۰۹ زیږدیز کال له لاریونونو څخه راوروسته تر ټولو لوی بلل شوي چې د ایران آخوندي نظام او خلکو ترمنځ یې واټن رامنځته کړی دی.
ایران کې روان لاریونونه
په ایران کې د ۱۹۷۹ زیږدیز کال له انقلاب را وروسته، کوم آخوندان چې د واک په ګدۍ کښېناستل، یو خو یې له یوه مخه د لویدیځ ضد دریځ خپل کړ او له بلې خوا یې په اسلامي نړۍ کې هم له ځینو هېوادونو سره اختلافانو پیل کړل. د اسلامي نړۍ له ځینې هېوادونو سره د ایران د اختلافونو اصلي لامل د واکمنو اخوندانو له لوري ځانونه د شیعه مذهبو د ټولو نظریاتو صادرونکي او مشران بلل وه.
په یادو اختلافونو کې د ایران اړیکې د سیمې او نړۍ له مختلفو هېوادونو سره خرابې شوې او یو شمېر هېوادونو پر ایران سخت اقتصادی بندیزونه ولګول چې له دې سره د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو شو؛ دغه راز په کوم ډول چې د ایران اوسنی نظام پرمخ روان دی، داسې ښکاري چې اقتصادي وضعیت به له دې څخه هم خراب شي. همدا خراب اقتصادي وضعیت په روانو لاریونونو کې د خلکو د زیات ګډون یوه ښه پلمه هم کېدای شي.
د لاریون کوونکو له شعارونو ـ اسلام مو پلمه کړ ولس مو ذلیل کړ، نه غزه نه لبنان قربان له ایران، موږ آریایي یو عرب نه پالو ـ داسې ښکاري چې دوی نور د سیمې په مختلفو هېوادونو کې، لکه: لبنان، سوریه، عراق، افغانستان او یمن کې د شیعه مذهبو په ملاتړ د ایران د لاسوهنو او مداخلو څخه ستړي شوي او یاد نظام د سیمې سربېره خپلې خاورې او خلکو ته خطر ګڼې.
دا چې لاریونکوونکو د اعتراض لومړنۍ ناره د ایران له یوه مذهبي ښار او د خمیني له اصلي مذهبي مرکز څخه را پورته کړه او په لومړي ځل یې د ایران د مذهبي مشر پرضد سخت شعارونه ورکړل، داسې ښکاري چې نور ددې هېواد د مذهبي مشر ایات الله خامنایي رول له یوه لوی ګواښ سره مخ شوی دی.
ایران پر کوم لوري روان دی؟
اته کاله وړاندې په ایران کې د ۱۳۸۸ هـ ش کال، د ولسمشریزو ټاکنو څخه را وروسته د تهران په ګډون د دې هېواد په مختلفو ښارونو کې پراخ لاریونونه وشول. لاریونکوونکو د دې هېواد د نظام پر مشروعیت نېوکې درلودې؛ خو د حکومت له لوري په ځپل کېدو سره یې مخه ونیول شوه او پای ته ورسیدل.
یاد لاریونونه که څه هم چې د حکومت له لوري پای ته ورسیدل او له هغې را وروسته په تېرو اتو کلونو کې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۶ هـ ش کلونو ټاکنې هم ترسره شوې؛ خو خلکو دا زده کړل چې کولای شي واټونو او ښارونو ته را ووځي او د نظام ضد ناره پورته کړي چې له دې وروسته به یې هر ځل د دې راوتلو مخه هم حکومت ونه شي نیولی.
وروستي لاریونونه چې په ښکاره یې سیاسي رنګ اخیستی او د ایران د لوی اخوند او اوسني نظام پرضد شعارونه ورکوي، داسې ښکاري چې نور به د ایت الله خامنایي رهبري د پخوا په شان شانداره پاتې نه شي او د ایران اوسنی نظام به له سختو ننګونو سره مخ کړي.
په لاریونونو کې د روان وضعیت څخه نا خوښه اعتراض کوونکي چې د ایران له اوسني نظامه تر پورې راغلي، د هغو لږکیو پر مټ به یې دا لاریونونه لا هم زور واخلي چې ډېر ځله د بېلتون د نارې پورته کولو یا نورو اعتراضو په خاطر د ایراني نظام له لوري ځپل شوي دي. پر دې سربېره به د روانو لاریونونو د لا پراختیا او زور اخیستو لپاره د ایران اوسني مخالف هېوادونه لکه سعودي، اسراییل او امریکا هم په آرامه پاتې نه شي.
د لاریونونو په لړ کې په لومړي ځل د ایران امنیت شورا په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو له امله سعودی عربستان تورن کړ. دغهراز د لاریونونو په اوومه ورځ د ایران مذهبي مشر ایات الله خامنایي بیا خپل ټول «دښمنان» تورن کړل چې ګواکې خلک یې لاریونونو ته پارولي دي؛ خو امریکا او اسراییلو د ایران حکومت له لوري یاد تورونه رد کړي او روان لاریونونه یې د ایران د خلکو حق بللی دی.
له دې ټولو سره روان لاریونونه چې په ظاهره یې ترشا کوم سیاسي حزب یا کومه ډله په رهبریت کې وجود نه لري او ورځ تربلې زور اخلي چې په ډیری سیمو کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شوی دی؛ ښایي په ځپلو سره یې نور هم خلک را وپاریږي او د ایران وضعیت له یوه غیرمترقبه حالت سره مخ شي. خو که چېرې د ایران اوسنی نظام د لاریون کوونکو غوښتنو ته قانع کوونکی ځواب ورکړي او په خپل نظام کې د لاریونکوونکو د غوښتنو سره سم تغییر راوستو ته تیار شي، ښایي دا بحران مهار کړی شي.
په ایران کې د روان وضعیت اغېز پر افغانستان
ایران د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی چې نږدې ۹۵۰ کیلومټره ګډه پوله، ګډ دین او ځینې فرهنګي مشتراک ورسره لري. د دې ګاونډې هېواد وضعیت په هر حالت کې پر افغانستان هم مستقمیه اغیزه لرلی شي.
په ایران کې بې ثباتي او ناامني د سیمې په ګډون د افغانستان پر امنیت او اقتصاد، دغه راز پر دې سربېره په دې هېواد کې د سلګونه زره افغان ګډوالو په ژوند هم منفي اغیز لرلی شي؛ خو په بل اړخ کې لکه څنګه چې د ایران اوسنی نظام د سوریې، عراق، یمن او نورو هېوادونو په ګډون د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي او ځان د نړۍ په هر ګوټ کې د شیعه مذهبو مدافع ګڼې، که چېرې خپله له کورنیو لانجو سره مخ شي، نو ښایي له بهر نه یې لاس را لنډ او نورو هېوادو کې یې لاسوهنې کمې شي.
په ایران کې اوسنی آخوندي نظام تر ډېره په نړۍ د سني او شیعه ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کېدو لامل دی او د سیمې ګڼ آرام هېوادونه یې په همدې نوم ناآرام او په کنډوالو بدل کړي دي. دا هېواد سره له دې چې له افغان دولت سره ظاهراً ښې اړیکې لري، خو ډیر ځله رسنیو داسې راپورونه ورکړي چې ایران د افغان دولت له مخالفینو سره په پټه توګه د پیسې او وسلو مرستې کوي.
پر دې سربېره ډیری داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ایران افغانان سوریې هېواد ته د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ له داعش سره د جګړې په موخه لیږي او دا چاره تر ډېره د دې لامل شوې چې داعش په افغانستان کې د شیعه مذهبو عبادت ځایونه او بنسټونه په نښه کړي.