تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲مه: د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره تاند ته وايي، د ایران او امریکا تر لانجې او د اوکراینۍ الوتکې تر راغورځېد وروسته پر افغان فضايي مسیر د الوتکو پروازونه زیات شوي چې ورسره د دوی عایدات د ورځې ۱۰۰ زره ډالرو ته لوړ شوي دي.

دغې ادارې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو له پېښې څو ورځې وروسته تاند ته خبر ورکړی و چې د افغانستان په حریم د پروازونو شمېر ۴۰۰ ته لوړ شوی او عایدات یې هم د ورځې ۷۰ زره ډالر پورته تللي دي.

خو اوس د یادې ادارې مشر محمد قاسم وفايي تاند ته په تلیفوني تماس کې وايي، په دې برخه کې د ورځې ۳۰ زره ډالر عایدات نور هم زیات شوي او د ورځنیو عایداتو کچه یې ۱۰۰ زره ډالرو ته رسېدلې ده.

نوموړی د عایداتو د زیاتیدو علت دا ښيي چې د افغانستان په مسیر مطمئین ورځني پروازونه له ۴۵۰ اوښتي او دوی له هر پرواز څخه ۷۰۰ ډالر اخلي چې ورځني عایدات یې ۱۰۰ زره ډالر اضافه شوي دي: (( که دا دوام وکړي زموږ د فضايي حریم او مسیر نه به ترلاسه کیدونکو عوایدو کې ۳۰ میلیونه ډالر په کلني ډول اضافه شي.))

د وفايي زاده په خبره، د ایران هوايي مسیر له ۱۲ ورځو راهیسې تړل شوی او ټولو نړیوالو شرکتونو له دوی سره تماسونه نیولي دي چې افغانستان دې ورته مطمئین مسیر ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *