تاند- د افغانستان حکومت د کرنې د ودې لپاره د نیمروز په وروسته پاتې ولایت کې د اوبو د زېرمې د سترې پروژې د اجرا کولو اراده کړې ده.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د کمال خان بند د جوړېدو په صورت کې ۱۷۵ زره هکتاره مځکه خړوبېدلی شي.
خو د دغه بند جوړېدا د افغانستان لپاره له خطره هم خالي نه ده.
ورځپاڼه وايي، ایراني چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو په وړاندې غوسه او اندېښنه ښوولې ده او سیمه ییز چارواکي وايي چې ایران په افغانستان کې د اوبو او برېښنا د تولیدوونکو پروژو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره لاس یو کړی دی.
خو د نیمروز والي انجنیر محمد سمیع پر افغان امنیتي ځواکونو باور لري، وايي چې دوی خپل کار ته دوام ورکوي او په دې پسې نه ګرځي چې څوک یې د مخنیوي هڅه کوي.
ایران د تېر کال په دسمبر کې د طالبانو پلاوی تهران ته وباله او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان کانګریس ته په وروستیو ورځو کې وویل چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په ۲۰۱۱ کال کې د طالبانو یوه نیول شوي قوماندان اعتراف وکړ چې ایران د کمال خان بند د ویجاړولو لپاره ۵۰ زره امریکايي ډالر، همداراز پوځي روزنه ورکړې وه.
په افغانستان کې د ملګروملتو د چاپېریال د پروګرام منېجر اندریو سکنلن وايي، اوبه د نیمروز د ودې لپاره اساسي سرچینه ده خو مهمه مسله دا ده چې سیاسي خبرې پرې وشي.
د نیمروز والي انجنیر محمد سمیع وايي چې د کمال خان بند د درېم فېز یا مرحلې قرارداد له یوې ترکۍ کمپنۍ سره په ۸۰ ملیون ډالره شوی او ژر به کار پرې پیل کړي.
دې بند ته د هلمند سین اوبه بهیږي. د دغه سین اوبه د افغانستان په خاوره کې له اووه سوه کیلومتره مزله وروسته د افغانستان او ایران په پوله کې د هامون په جهیل کې توییږي.