تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل قطري سیال تمیم بن حماد آل ثاني سره د تلفیون له لارې د افغانستان په اړه غږېدلی.

د ایراني رسنیو د راپور په اساس، ظریف او تمیم بن حماد د افغانستان د سیاسي اختلافاتو د حل په برخه کې د ایران او قطر  په هڅو او په همدې اړوند د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه غږېدلي او د یوه پراخ بنسټه حکومت په جوړولو یې ټینګار کړی.

ایران او قطر داسې مهال په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو ټينګار کوي، چې د ولسمشر غني او عبدالله سیاسي ناندرۍ لا هم روانې دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی
ابراهیم طاهریان افغانستان ته راغلی و او دلته یې د هیواد د سیاسي وضعیت په اړه په عبدالله او ولسمشر غني سربېره له حامدکرزي، رسول سیاف، حنیف اتمر، صلاح الدین رباني او ګڼو نورو سیاسي مشرانو سره خبرې کړې وې.

One thought on “د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه سره غږېدلي دي”
  1. ایران ته جهانی شرم پکار دی، اول دې د خپل حکومت ګډوډ، مذبذب او کاذب سرنوشت معلوم کړی.

    دایران جیلونه او زندانونه دایران د محترمو سیاسی مشرانو څخه ډک دی، هغوی په ایران کی یو ټولشموله حکومت غواړی مګر ستاسو اخندی او طالیبانی حکومت په زندانونو کی هغوی شکنجه کوی، یا یی د زهرو په پیچکاری مړه کوی، حتی ځمونږ د عبداله ګلمرجان غوندی دوهمه ماډله خلک هم په زندانونو کی اچوی او شپی او ورځی مرګ ته تیروی.

    مرحوم ښاغلی رفسنجانی مو پدی خاطر په زهرجنو شعاعو قتل کړه چه هغه فقط د ایران د مظلومو خلکو دفاع کوله، د ښاغلی رفسنجانی دلور ویدو وګوری چه هغه څه وای.

    تر اوسه په لس هاوو زره معلمین، محصلین او متعلیمین چه د ایران د خلکو د حقوقو په دفاع کی یی صلح امیزه مظاهری کولی، ستاسو د ظالیمو سپاح پاسدارانو لخوا په ډزو قتل شوی، ورک شوی او بندیان شویدی.

    په اروپا، امریکا اونورو هیوادونو کی ستاسی د ظالم اخندی حکومت څخه د ایران پوهه خلک اواره او مهاجر دی، دهغوی حق ولی نه ورکوی.

    د خامینیی څخه پوښتنه وکړی چه د ایران دخلکو میلیاردونه ډالرونه یی غلا کړی دی.

    د قاسم سلیمانی د وژلو لافی او زور ازمایی مو سرته ورسوی، شرم وکړی.

    په زرهاوو نوری غمیزی، نادودی او صحرایی فیصلی ستاسو په اخندی ظالم حکومت کی همدا اوس جریان لری، آیا دافغانستان کوم چارواکی ستاسو په کارونو کی مداخله وکړه چه دا څو میاشتی مو په افغانستان کی د ګلمرجان ۳۹ موضوع کلکه نیولی ده.

    یو متل دی وای غلبیل راپاڅیږی او کوزی ته وای چه ته سورې یی.

    غلبیل ایران او جواد ظریف ته وایم چه ځمونږ سرنوشت سم دی. خپل غلبیلی سرنوشت جوړ کړی.

    شرم، شرم ایران ته ډیر شرم دی، افسوس کووم د ایران په کاذبو او خام فکره نیمه سیاستوالو، اخندانو او کم فکره چارواکو.

    د لوی افغانستان په امید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *