تاند- د ایران د خواف او د افغانستان د هرات ترمنځ د رېلګاډي د پټلۍ اېښودلو کار نن په یو لړ مراسمو کې پیل شو.

د هرات والي محمد اصف رحیمي په دغه ولایت کې پټلۍ پر مځکه کېښوده.

د دې رېلارې په سلو کې ۹۰ برخه کار د ایران په خاوره کې بشپړ شوی دی او د افغانستان د برخې کار نن /چهارشنبه/ پیل شو.

دا رېلاره د ایران له خاورې د افغانستان د هرات ولایت غوریان ولسوالي ته غځېږي.

له غوریانه زنده جان ولسوالۍ او بیا د هرات هوايي ډګر ته رسېږي.

د غوریان او زنده جان ترمنځ د دې پټلۍ اوږدوالی، چې نن یې کار پیل شو، ۶۰ کیلومتره دی.

د خواف او هرات د اورګاډي ۱۴۲ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۸۰ یې د ایران او۶۰ په افغانستان کې جوړېږي.

په دې پروژه ایران ۲۰۰ ملیون ډالره لګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *