ظریف او قزیشي

تاند(پنجشنبه، د حوت۱۵) د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته له خپل پاکستاني ساري شاه محمود قریشي سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د موافقې په اړه خبرې وکړې.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې ټېلفوني خبرو کې د افغانستان د سولې د پروسې ترڅنګ د کورونا وایرسو د خپرېدا پر ستونزې هم د نظر تبادله وکړه.

ایران له چین وروسته د کورونا له وایرسو ډېر کړېږي.

ایراني رسنیو په دې اړه چې د دغه هیواد او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه پر کومو برخو خبرې کړي، جزییات نه دي څرګند کړي.

د چارو کتونکي باور لري چې ایران او پاکستان دواړه د طالبانو ملاتړ کوي. ایران په دې خاطر چې امریکا ته زیان واړوي او پاکستان په دې فکر کې دی چې د افغانستان اردو، ملي پولیس او ټول ملي تاسیسات به یو وار بیا د ۱۹۹۰ یمې لسیزې په شان له منځه وړي او افغانستان به پر خپلې پنځمې صوبې بدلوي.

خو د چهارشنبې په ورځ په هلمند کې د امریکايي پوځیانو حملې او ورپسې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان څرګندونو ښکاره کړه چې نړیواله ټولنه افغانستان ته د نوي یمې لسیزې په شان شا نه اړوي.

د ناټو له بمبارۍ وروسته په قطر کې د طالبانو ویندوی ټینګار وکړ چې ډله یې د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې ولاړه ده او عمل پرې کوي. سهیل شاهین دا هم وویل چې له مقابل لوري هم تمه لري چې پر موافقې عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي نه دي.

2 thoughts on “د ایران او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر سولې خبرې وکړې”
  1. Both of these ugly mother fuckers are looking to destroy Afghanistan. They are afraid that President Ghani will manage Afghanistan’s water resources as they will get nothing. They are also afraid of president ability building Afghan capacity in various areas. They want an alternative for president Ghani, someone like Karzai who was just taking money from them, sitting on his ass and watching them fucking Afghanistan. Sorry, mother fuckers, you will be fucked up soon and your wishes will never come true. Go and fuck yourselves.

    Taand, please excuse my language

  2. که د دوستانو په یاد وی څو ورځی مخکی افغان دولت له ایران سره خپله پوله تر یوه وخته وتړله همزمان چی ترکمنستان او ازبکستان پوله وتړله او پاکستان هم د چمن لاره د کرونا د ویروس په خاطر بنده کړ نو افغان دولت بیرته د ایران لار خلاصه کړه نوامکان دی ولری چی ایران ته ویلی وی چی خپله ټولی پولی او چابهار بندر لار بنده کړه ترڅو افغان دولت له اقتصادی او ترانزیتی ستونزو سره مخ شی او همدارنګه هغه ډلی ټپلی چی اشرف غنی خلاف دی د اقتصادی مشکلاتو له وجهی لاریون کولی او استعفا کولو ته مجبور کړی چی ایران به محقق، خلیلی، عبدالله ډلو سره او پآکستان به له حکمتیار او ګیلانی او سیاف ډلی سره د لاریون په اړه استعفا ته مجبور کړی

    زما شخصی فکر دی خو ګمان کوم همزمان طالبان وهڅوی چی جګړی ته نور هم شدت ورکړی او بی له هغه امریکا له پاکستان پټ اسناد امضا کړی ځکه خو پمپیو وویل چی تنها کانګریس یی لیدلی شی مګر رسانی نشی کولی چی ټولی نړی ته وښایی

    لدی ښکاری چی پاکستان او امریکا ترمینځ بیا پټی معاملی روانی دی ترڅو اشرف غنی مجبور کړی خپلی غوښتنی ورباندی ومنی او ۵۰۰۰ بندیانو په اړه مجبور کړی د دوی د میل په اساس کار وکړی نه د ملی ګټو په اساس چی په رسانیو کی ورباندی غږیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *