تاند – د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په دغه هېواد کې نیول شوي افغانان د وحشي حیواناتو په څېر نندارې ته وړاندې کړل.
فردا راډېو چې له پراګ څخه د ایران له پاره په پاړسي خپرونې کوي په خپل وېب سایټ په یوه راپور کې لیکلي چې د ایران انتظامي ځواک د دغه هېواد د فارس ولایت په شیراز ښار کې هغه غیر قانوني توکي چې د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې یې نیولي ول نندارې ته وړاندې کړې دي.
وېب سایټ لیکي چې په غیرقانوني شیانو کې غیرقانوني الکولي مشروبات، غیرقانوني فلمونه او په ایران کې په غیرقانوني توګه اوسېدونکي افغانان شامل دي چې په بېلابېلو برخو کې نندارې ته وړاندې کړای شوي دي. په انټرنټ خپاره شوي عکسونه ښیي چې افغان اتباع د حیواناتو په څېر په قفسونو کې اچول شوي دي.
یو شمېر ایراني او افغان فعالانو د ایران د حکومت دغه کار غندلی او د انسانانو سپکاوی یې ګڼلی دی.
د ایران د پخواني جمهور رییس محمد خاتمي د دولت ویاند عبدالله رمضان زاده په خپل انسټاګرام پاڼه لیکلي چې «انسانیت ته وشرمېدو، د افغانستان خلکو ته وشرمېدو»، خو دا معلومه نه ده چې دا خبرې یې له زړه نه لیکلي که د داخلي سیاسي سیالیو له پاره.
ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې له خواوشا څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې په خلاص مټ سیاسي او مذهبي لاسوهنې کوي، په ځانګړې توګه په ۱۹۹۰مو کلونو کې چې په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور شو ایران او پاکستان په کابل کې د سیالو جنګي ډلو تر منځ د جګړې اور تود وساته چې په لسګونو زره افغانان په کې په د جګړې اور وخوړل او د کابل ښار ډېرې برخې په کې په کنډوالو بدلې شوې.
په ۲۰۰۱ کال کې چې امریکا په افغانستان حمله وکړه، سره له دې چې د پاکستان له خوا حمایه کېدونکې ډلې په ځانګړې توګه د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند او د طالبانو ډله د ایران له خوا د حمایه شویو ډلو د چالاکۍ او د افغانستان د پرګنیز جوړښت په هکله د غربي سیاسي حلقو د لږ خبرتیا په نتیجه کې څنډې ته شوه، لاکن د ایران او روسانو له خوا حمایه کېدونکې ډلې په ځانګړې توګه د پخوانۍ نظار شورا ملېشې چې وروسته د شعیه ډلو په شمول د شمال ټلوالې په چوکاټ کې سره راغونډ شوي ول په فوق العاده توګه د سټېج سر ته ورسول شول.
په دې لړ کې ایران د خپلو توظیف شویو ډلو په کارولو سره د لومړي ځل له پاره د ایران د خوښې جعفریه فقه د افغانستان په اساسي قانون کې په رسمي توګه ثبت کړه او هم یې د فرهنګي خدمتونو په نامه په افغانستان کې خپلو ډول ډول مداخلو ته دوام ورکړ.
که څه هم چې په افغانستان کې موجودې سیالې نظامي – سیاسي ډلې هر یو د خپلې خوښې اسلامي حکومت راوستل غواړي او ډېر شمېر یې لا هم په دې فکر دي چې په خپلو کړو سره سوچه اسلامي نظام راولي خو په حقیقت کې یوه ډله هم نه ده توانېدلې چې حتی په خپلو لیکو کې دننه د غلاوو، قتل او قتال او فساد مخه ونیسي، په داسې حال کې چې د دا ټولو بدبختیو قېمت ولسي خلک پرې کوي.
سره له دې چې مذهبي ډلې دا تبلیغوي چې خلک باید ډېر بچیان راوړي خو په عملي ډګر کې یادې نظامي – سیاسي ډلې چې ولس یې یرغمل نیولی په خپلو تر واک لاندې سیمو کې نه یوازې دا چې کوم اقتصادي او پرمختیایي پروګرامونه عملي کولو ته نه پرېږدي بلکه په دوامدار ډول د جګړې اور داسې تود ساتي چې خلک مجبوروي چې خپلې مېنې خوشې کړي او نورو هېوادونو ته وکوچېږي.
خبري رسنۍ وایي چې دا مهال خواوشا ۷ میلیونه افغانان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کډوالۍ ژوند تېروي. په دې لړ کې په ۲۰۱۵ کال کې په لکونو افغانان اروپایي هېوادونو ته کډه شول چې یو شمېر یې د لارې په اوږدو کې په سمندرونو کې ډوب شول، نورو په ځنګلونو کې لارې ورکې کړې او یو شمېر نورځینې اروپایي هېوادونو ته ورسېدل چې په هغوی کې هم ګڼ شمېر یې د افغانستان د موجود حکومت د بهرنیو چارو وزارت سره، د شویو تړونونو په اساس بېرته هېواد ته راستنول کیږي.
ویل کیږي چې، افغانستان په دغه هېواد کې د موجودو معدني زېرمو په لرلو سره د سیمې او نړۍ په کچه یو ډېر شتمن هېواد دی چې نړیوالې سرچینې یې د ۳ تریلیونه ډالرو څخه د ډېر ارزښت زېرمو لرونکی هېواد ګڼي، خو واک او ځواک په کې د داسې ډلو ټپلو په لاس کې دی چې شعارونه د دین ورکوي خو هېوادوال یې په بېلابېلو هېوادونو کې د ذلت او سپکاوي شپې ورځې تېروي.
لعنت دې پر دوئ شي.
دوئ هو تل افغانانو ته په سپکه کتلي دي، تل یې د افغانانو تر منځ نفاق اچولی دی، ان تر دې چې زمونږ ښکلي دري ژبه یې هم د خپلې مردارې ژبی تر اغیز لاندی راوستله. اوس خو ځینی خلک د دې لپاره چې کاکه ښکاره شي نور نو د پښتو کلمو پر ځای فارسی کلیمی کاروی
( دانشګاه، کامیون، شهردار، دانشکده، دانش اموز(
خدای دې وکړي چې اوس زمونږ خلک لږ هوښیار شي او خپل دوست او دښمن وپیژني
وسلام
لعنت به اتحاد شمال ، شورای نظار و احزاب ديګر ايران مشربان مانند کريم خليلی،محقق، اسمعيل خان، عبدالله و… ديګران که هميشه در مقابل پول طرفدار ايران بودند و اکنون در صدد انست که خاک افغانستان را به ايران بفروشند ، دولت اخوندی ايران که هميشه بر ضد تمام اقوام افغانستان بوده و است هيچ وخت از صدق دل افغانستان را به رسميت نشناشته، رفتار سياسی ايران در مقابل ديپلوماتهای افغان حقارت اميز بوده که مثال آن وزير ناخرد و بی تجربه افغانستان صلاح الدين ربانی است که در حين مالاقات با ريئس سنای ايران در عقب ربانی بيرغ ملی افغانستان وجود ندارد، ولی صلاح الدين ربانی که در سياست فاقد تجربه است و صرف به خاطر ان که پسر خاين ربانی است چوکی وزارت خارجه را برايش داده شده به رېئس مجلس ايران با دهان پر از خنده مصروف ګفتګو است، اين يک شرم ملی برای مردم افغانستان است، کاشکی شورای نظاريان، کريم خليلی، محقق انرا درک کرده باشد، بايد بګويم که اين خاينين ملی هيچ وخت چنين نزاکتها را مراعات نخواهد کرد، افسوس بر حال مردم وطنپرست افغانستان، مردم وطنپرست بيدار شويد و به شورای نظاريان، مسعود پرستان، و طرفداران ايران ايستاد شويد و وطن عزيز را نجات دهيد، هميشه کامياب باشيد
زه خو وایم چې دا څومره مهاجرو سره په نورو ملکونو کي هرڅه کیږ له خپله لاسه يي دي. او ډیره ښه ده چې ورسره کېږې ځکه دلته په خپل وطن کي داهر یو ځان ته فرعون دي او تل د نظام او وطن د تقسم ورانیدلو او بي اتفاقي په فکر کي وي هریو د خپل وطن او د وطن د خلکو په دښمنۍ کي د همدي شیطان صفتو ملکونو په چوپړ کي کلکه او په اخلاص ملا تړلي وي الله دي له دي حال بتر کړي. دلته په ټول عمر نه چا دا وطن خپل وبله او نه څوک ورته نمک حلال پاتې شو، زما په نظر چې په نمک حرام باندي څوک خوا بدوي هغه پخپله هم نمک حرام دي
کوم هیواد وال چی ده دوی دا ناولی فارسی ژبه زمونږ په ښکلی دری ژبه کی شریکوی هغوی ته خو لږ شرم پکارد ی
خو البته دوی نه شرمیږی فکر کوم ده دی عمل نه بدتر عملونه تکرار شویدی خو دوی نه پوهیږی الله دی دوی پوهه کړی
امید لرم چی یو څه تر زده کړی
هلاک دی شی دا مجوسیان
They are the one who don’t want to go Syria war.
دىا تول دمنافقانو د اختلاف نتیجی دی چی مسلمان سنیان یی د قومونو په نامه پریوبل اچولی
حسن
ایران زموږ مسلمان ګاونډی دی چه آیت الله ورباندی حاکمیت لری او ایران اسلامی ورته وایی ،خو که یهود او نصاری وی داسی ورسره نه کیدل ،ځکه هغه ورته تر سنی وړاندی او ورته نژدی او محترم دی.
خو زموږ حکام څه مسؤلیت لری که نه غیر مسؤل او واجب الاحترام دی ؟
خدمت ، دخلکو ساتنه ،د اتباعو د حق نه دفاع او نور خدمات چه نور حکومتونه یی ترسره کوی ، دلته د چا کار دی ؟
سره لدی چه هر څه لرو ،ولی دومره ګدایی او آوارګی؟
بی له دوو ډلو چه دوسره حکومت یی جوړ کړی ،نور ۸۰ ٪ ملت کی ډیر مؤمن متخصص خادمان شته چه د ملت د خدمت او ډیر خیر ظرفیتونه ورکی شته خو چه انحصار مات او د خدمت فرصت ورکړ شی.