تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲مه: د ایران دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی چې د دوی استخباراتي جنرال قاسم سلیماني نه یوازې تېر ۱۹ کاله په افغانستان کې فعال استخباراتي رول لوبولی بلکې د شمال ټلوالې د مشرانو برهاند الدین رباني او احمدشاه مسعود مشاور او لارښود هم پاتې شوی دی.
ایرنا اژانس ویلي، قاسم سیلماني به له احمدساه مسعود او برهان الدین رباني سره د وسلو او پيسو کومکونه هم کول او د ټلوالې دواړه مشران ډېر ترې خوشاله وو.
ایرنا اژانس زیاته کړې سلیماني هغه مهال هم له برهان الدین رباني سره موجود و چې ټلوالې په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو د بریدونو له کبله کابل پریښود.
ایرنا اژانس همدا راز ویلي، قاسم سلیماني د طالبانو او د ټلوالې د سختو جګړو پر مهال په پنجشیر کې و او که دی له ټلوالې سره نه وای، دغې ډلې هیڅکله له طالبانو سره مقاومت نه شو کولی.
ایرنا همدا راز ویلي، سلیماني نه یوازې د شمال ټلوالې ملاتړ کړی بلکې له شیعه ډلو سره یې هم مالي او د وسلو کومکونه کول، چې دا ښیګڼې یې د سلیماني تر وژل کېدو وروسته د افغان سیاسي ډلو په اعلامیو کې راڅرګندې هم شوې.
Karzai and his top government officials were receiving cash money from the government of Iran too.
مخکی ویل کیدل چی کله روسان له افغانستان ووتل یا وتلی نه نو شمالی ټلوالی له روسانو مرسته غوښتله همدارنګه ویل کیدل چی جنرال حمیدګل چی پاکستان استخباراتو ریس وو د ربانی او احمدشاه مسعود مشارو پاتی شوی وو ویل کیږی چی جنرال حمیدګل د مسعود په وخت ددفاع وزارت مشاور چی ډیر زیات معاش ورکاوو چی ګلبدین په وړاندی ترینه مشوره غوښتله او ګلبدین هغه شخص دی چی په ټول تاریخ کی د پاکستان ته نږدی شخص باندی مشور دی چی تل وایی چی پدی جنګ له ټول زیات زیان پاکستان ته رسیدلی مګر دا یی هیر دی چی کابل د حزب اسلامی او جمعیت اسلامی له لوری په کنډواله بدل شو
محقق خو آن په ایران له قاسم سلمانی څخه فاطمیون مرسته په اړه مننه کړی او د کرزی ریس دفتر عبدالکریم خرم په خپل کتاب کی لیکلی چی ایران موږ ته په کڅوړو کی پیسی راوړلی چی موږ بیا همدی جنګسالارو مشرانو ته ورکولی چی نن لوی لوی بلډینګونه لری او د هیواد څخه بهر ورباندی پانګونه کړی او ښکلی منزلونه او تجارتی شرکتونه لری
اشرف غنی تیره ورځ طالبانو ته په خطاب کی وویل
فغانستان په سیمه ییز او نړیوال روایت کې“ تر عنوان لاندي بحث ته د وینا پر مهال ولسمشر غني وویل چې وسله وال طالبان له جګړې ستړي، خو مشران یې په تجارت او عیاشي بوخت دي.
نوموړي په لمړي ځل په یوه نړۍ وال فورم کې پر طالبانو سختي نیوکې وکړې او زیاته یې کړه : “د طالبانو سرتیري له جگړې ستړي دي، خو مشران یې چې په دوحه کې په مذاکراتو بوخت دي او څلور یا پنځه ښځې یې کړي دي له ژوند نه خوند اخلي او په پانگه والو بدل شوي دي
.”
هغه په ټینګار سره وویل چې طالبان تاوتریخوال کوياو نور باید دا هرڅه پای ته ورسېږي.
ولسمشر غني “افغانستان په سیمه ییز او نړیوال روایت کې“ بحث ته دا یادونه هم وکړه چې ځینيسیمه آیز هیوادونه دافغان دولت له مخالفینو سره هر اړخیزه مرستې کوي، خو دده په خبره دا هر څه ته باید د پای ټکی کښېښودل شي .
که څه هم نوموړيد کوم هیواد نوم یاد نه کړ ، خو خبریالان وايي چې د غنيایشاره پاکستان ته وه چې همېشه یې د طالبانو پټ او ښکاره ملاتړ کړی دی .
هغه د افغانستان د معضلې د حل لپاره یو اړخیز چلند غیر عملي وگاڼه او د سیمې او نړۍ ګډې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ولسمشر غني دا ځل په ښکاره طالبان د نشيي توکو په قاچاق تورن وبلل .
ولسمشر په افغانستان کې د ښځو خلاف وروستیو ناندریو ته په ایشارې سره دا یادونه هم وکړه چې : “تر هغه چې زه ژوندی او مسؤل یم هیڅ یوه افغانه ښځه به څنډې ته نشي او د جنسي توپیر سره به مخامخ نشي.”
له افغانستان نه د ناټو او امریکا يي سرتېرو د وتلو پر بنسټ ښاغلي غنيټینګار وکړ چې : “اصلي بنسټ د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز او له ناټو سره د افغانستان امنیتي تړونونه دي، نو د ځواکونو شمېر هر کله کم او ډېرېداى شي. ”
افغان ولسمشر اشرف غني به د سويس په داووس کې د نړۍ تر (۱۰۰) زیاتو ولسمشرانو او د اقتصاد درې زرو مدیرانو ته وینا کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال خبریال ډاټ کام ته وویل چې ولسمشر به په دغه غونډه کې د افغانستان د زیر بنايي پروژو او په دغه هیواد کې د شته اقتصادي فرصتونو په موخه نړۍ وال پانګه وال وهڅه وي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
همدارنګه یی کرزی او عبدالله په اړه له یوی رسنی سره مرکه کی وویل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سویس کې د یوې مرکې پرمهال پر مخکیني ولسمشر حامد کرزي او خپل اجرایه ریس ډاکټر عبدالله توندې نیوکې کړي.
ده ویلي: دوی د افغانستان د راتلونکي لپاره یو مخ طرحه هم نه لري.
دغه راز یې ویلي، د دوی لاس چې انګور شلولو ته نه رسیږي، وایي تروشه دي.
د غني په وینا اوسنۍ جګړه د کرزي په واکمنۍ کې پيل شوې او هغه یې په ختمولو کې پاتې راغلی دی.
کرزي او عبدالله په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.