د ۱۹۶۰ – ۱۹۷۰ کلونو خبره ده چې د ایران د شاه محمد رضا پهلوي په وخت کې امریکا او ملګرو یې د ایران په مرسته په افریقا او اسیا کې د خپلو هغه دښمنانو په ضد جګړه پیل کړه چې د دوی ډار ترې کیده، امریکایانو او ملګرو یې په ایران کې اډې لرلې چې په سیمه او نړۍ کې یې د خپلو شومو موخو ته د رسیدو د پاره استعمالولې او له هغه ځایه یې د تروریزم تخم ته اوبه  ورکولې او ساتنه یې ترې کوله، د ایران شاه په افریقا او اسیا کې د امریکایانو هغه پلانونه عملي کول چې باید هلته د اسلام په نوم اسلامي ډلې جوړې شي، سره یو ځای شي، تمویل او مسلحې شي تر څو په خپلو هیوادونو کې د خپل هیواد د موجوده حکومت پر وړاندې وجنګیږي ځکه چې د امریکایانو دښمنان دي. دا وضعیت تر هغه وعځیده چې امریکایانو د کمونیزم پر ضد هم خپل پلانونه پراخ کړل او د کمونستي  نظام د کمزوي کولو د پاره یې هڅې پیل کړې. او افغانستان ته د کمونستانو د راتګ په ویره کې شول (باید پوه شو چې امریکا سره نه د افغانستان او نه هم د سیمې غم وو بلکه یواځې نه یې غوښتل چې کمونستي نظام یو پیاوړی او په پښو ولاړ نظام اوسي یانې یواځې د نړی په اقتصادي منابعو جنګ وو) چې خپل نور پلانونه یې د کمونستي نظام پر خلاف وروسته په پاکستان کې د خپلو ملګرو، پاکستان، سعودي  عربستان، عربي متحده امارت او مصر په مختلفو او ډول ډول  مرستو عملي کړل.

په ایران کې د شاه محمد پهلوي حکومت د یو انقلاب یا پاڅون په صورت کې را و پرځول شو او ایت الله خمینی واک ته ورسیده چې د ایران په شمول په ټوله اسلامي نړی کې مسلمانان خوشاله شول چې اسلام کامیاب شو چې له دې سره سم ایت الله خمیني د اسلامي اوامرو د پر ځای کولو حکم وکړلو نو خلکو فکر کاوه چې د عثماني خلافت څخه وروسته دا دی  یو ځل بیا اسلام کامیاب شو او دا کامیابي به په ټوله نړۍ کې د اسلام د کامیابي باعث شي، د ایران د انقلاب له هغه وخته بیا تر اوسه چې تقریبآ ۴۵ – ۵۰ کال کیږي درې شعارونه وو (مرګ په امریکا، مرګ په اسرایلو او مرګ په ضد فقیه) چې تر پرونه یې دوام درلود. خو کله چې د نړيوالې  ټولنې او ایران تر منځ د ایران د اټوم پر سر لانجه را منځ ته شوله نو لکه د فلم په شان ډیرې ناندرۍ یې سره وکړې  چې په پایله کې خبره پر ایران د نړیوالې ټولنې اقتصادي بندیزونو ته ورسیدله چې پر ایران بندیزونه ولږیدل او د هرې ورځې په تیریدو سره د ایران اقتصاد مخ په لویدلو شولو او د خلکو غږ هم را پورته شولو نو هماغه د انقلاب باني  خمینه ای د اسلامي انقلاب لومړیو دوو شعارونو ته د خپل هیواد او خلکو د ګټو د خوندي  کولو د پاره شا کړله او له امریکا سره یې دوستي پیل کړله چې په دې کار سره د ایران د خلکو اوهم د اسلامې ټولنې په ذهنونو کې شکونه پیدا شول البته چې دا شکونه تر یوه بریده پر ځای هم دي او اوبه ګورو چې په ایران کې به د امریکا سفارت هم پرانیستل شي. خو په عینې وخت کې په افغانستان کې د امریکا د شتون او د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون د لاسلیک کولو مخالفت هم کوي چې په اصل کې دا ټول د امریکا د ګټو د پاره کار ده چې له پخوا پلان شوی ده او نن عملي کیږي. نو پرون د ایران د بهرنیو چارو یو چارواکي یو ځل بیا د امریکا سره د افغانستان تړن د لاسلیک کولو سره مخالفت وښوده او زیاته یې کړه چې ولسمشر  حامد کرزی د پوتین میدویدوف لاره نیولې تر څو د تل د پاره په واک کې پاتې شي خو دا فکر نه کوي چې دا څلویښت کاله خمینه ای څه کول، او په داسې کولو سره غواړي خپله خیرنه پزه په افغانستان پاکه کړي.

د افغانستان حکومت او دولتي چارواکیو ته په کار دي چې په ډیر هوښیارتوب له همسایه ګانو او نړیوالې ټولې سره مخ ته ولاړ شي او د افغانستان د ګټو د پاره د افغانستان د مهم جیو موقعیت نه سمه ګټه پورته کړي او هر هغه چاته چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي سم ځواب ورکړي.

مننه

عزت الله ادیب

کابل

۴/۱۲/۲۰۱۳

One thought on “د ایران دوه مخۍ سیاست/ عزت الله ادیب”
  1. یادونه : رضا شاه پهلوی د 1305 هجری شمسی کال ثور له 24 نه تر 1320 کال د سنبلی تر 24 پوری د ایران پاچا وو او د هغه زوی محمد رضا شاه پهلوی د 1320 هجری شمسی کال د سنبلی له 25 تر 22 د دلوی 1357 کال پوری دایران ټولواک و . محمدرضا شاه د دوری پای ته رسیدو سره په دغه هیواد کی شاهی پای ته ورسیده او پر ځای یی دینی حکومت د آیت الله خمینی په مشری جوړ شو.

    یا د مرکزی پیمان سازمان په CENTO Central Treaty Organization (سنتو) ۱۹۴۷ د امریکا د دولت له خوا د شوروی د نفود د مخنیوی په مقابل کی پیشنهاد شو. د۱۹۵۵ د فبروی په میاشت کی پاکستان ، عراق او ترکیی دا پيمان امضا کړ او اعلام یی وکړ چی د عربو د ټولنی غړی هیوادونه اود منځنی ختیز نور هغه هیوادونه چی د سولی او امنیت ته علاقمندی وی، پدی شرط چی پاکستان او عراق دوی په رسمیت پیژندلی وی، پدی پیمان کی غړیتوب تر لاسه کولای شی. په ۱۹۵۵ ایران ، بریتانیا ، عراق او پاکستان رسما د دی پیمان غړیتوب تر لاسه کړ. دا پیمان دانگلستان او امریکا له خوا د نظامی – سیاسی او مالی اړخونو له خوا حمایت کیده . په ۱۹۵۷ امریکا د دی پیمان د اقتصادی او نظامی کمیټو عضویت حاصل کړ . اما د امریکا متحده ایالتونو په هغه وخت کی بشپړ غړیتوب تر لاسه نه کړی . عراق ۱۹۵۸ د انقلاب نه وروسته له دی پیمانه ووت او په ۱۹۵۹ کی د دی پیمان مرکز له بغداد ه انقری ته ولیږدول شو. د منځنی ختیز او ترکیی او ایران هیوادونو د شوروی او مصر په مقابل کی چی د جمال عبدالناصر په وخت کی دا وروستی یاد شوی هیوادونه ډیر سره نژدی ول ، خپل نظامی او سیاسی فعالیتونه سره ټینګ کړل.
    په 1979 کی د ایران له انقلابه وروسته ایران هم له دی پیمانه ووت او د ناپيلو هیوادونو غړیتوب یی تر لاسه کړ.
    پاته د نه وی چی د سیتو سازمان چی دایمی مقر یی دفیلیپین مرکز مانیلا ښار کی وو په 1333 هجری یا 1954 میلادی کال کی د امریکا ، آسترالیا ، پاکستان ، نوی زیلاند ، فیلیپین ، فرانسی او لوی بریتانیا ترمنځ امضا شوی وو.
    پاکستان په 1351 هجری شمسی کال چی له 1972 میلادی کال سره مطابقت لری له دی سیاسی نظامی پیمان نه ووت او په 1356 هجری شمسی کی چی له 1977 میلادی سره مطابقت کوی دا پیمان منحل اعلان شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *