تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱ مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن په یو ناڅاپي سفر مسکو ته رسېدلی څو په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري او په دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسئلو ورسره خبرې وکړي.
جواد ظریف نن مسکو ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل د روسیې حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت سره په سختو وختونو کې ودرېدلی او موږ به له شک پرته خپلو هغو دوستانو سره چې له موږ سره په سختو شرایطو کې ودرېدلي، ځانګړی چلند وکړو.
جواد ظریف مسکو ته د یوه ایراني هیئت په مشرۍ تللی چې په کې د ایران د انرژۍ وزیر رضا ارداکانیان هم شامل دی.
نوموړی د ایران او روسیې د ګډ اقتصادي کمېسيون مشري کوي
ښاغلي ظریف زیاته کړه، نوموړی به د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او سوریې په شمول په سیمه ییزو مسئلو خبرې وکړي.
همدارنګه به ورسره د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د لاسلیک شوي اټمي تړون په وروستیو پرمختګونو هم وغږېږي.
جواد ظریف په داسې مهال روسیي ته سفر کوي چې په دې وروستیوو کې د ایران او امریکا تر منځ ترینګلتیا ډیره شوی ده او مسکو د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ په زغم ټینګار کړی.