تاند- ایران وايي، د بهرنیو چارو وزیر یې سبا /سې شنبه/ کابل ته ځي چې له افغان چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې جواد ظریف به د کابل په سفر کې د افغانستان له امنیت او ثبات سره د ایران د ملاتړ پخلی وکړي.

ښاغلي ظریف نن /دوشنبه/ په تهران کې له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د جهاد له وخته او په ځانګړي ډول د طالبانو د رژیم له پرزېدو راوروسته د افغانستان د خلکو او دولت ملاتړ کړی دی.

ده وویل:«ډېر خوشاله یم چې نن په افغانستان کې د ملي یووالي یو حکومت جوړ شوی او پر هغه سربېره د ایران د اسلامي جمهوریت دوه نژدې دوستان ډاکتر اشرف غني او همداراز ډاکتر عبدالله عبدالله د دغه دولت مسوولان دي او د افغانستان د ټولو خلکو استازي په دغه حکومت کې برخه لري.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل:«ډېر خوښ یم چې کابینه ولسي جرګې ته معرفي کېږي، احساس مې کاوه چې پکار ده په دې ډېر مهم وخت کې افغانستان ته سفر وکړم. دوې اوونۍ مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په ایران کې و او زما له ښه ورور اډمیرل شمخاني او ما سره یې ښې خبرې وکړې.»

جواد ظریف هیله څرګنده کړه چې د کابل په سفر کې به په افغانستان کې د ملي وحدت د بهیر ملاتړ اعلان کړای شي او د تروریزم، مخدرو موادو او نورو دوه اړخیزو مسایلو په باب به خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *