تاند نیوز ډیسک: د سږني میلادي کال په می میاشت کې اسیايي هیوادونو ته د ایران د تېلو واردات تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.
دا په تېرو پنځو کالو کې بې مخیني تجارت دی چې له اسیا سره د ایران د ایران د تېلو په سوداګرۍ کې ټیټې خواته راغلی دی.
رویټرز اژانس وایي، له څلورو لویو پيرونکو هیوادونو سره د ایران د تېلو سوداګري ۳۸۶ زره بوشکو ته د ورځې په حساب راټیټ شوی دی چې دا ۷۸ اعشاریه ۵ سلنه کموالی ښيي
رویټرز دغه راز راپور ورکړی چې د جون په وروستیو دریو اوونیو کې د ایران د تېلو صادرات یوازې ۳۰۰ زره بوشکو ته د ورځې په حساب راکم شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې ایران د ۲۰۱۸ کال په اپریل کې چې امریکا یې له اټومي تړونه ووته له دوه اعشاریه ۵ ملیونه بوشکو زیات تېل صادر کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي تازه خپلو څرګندونو کې ویلي چې هیواد به یې په هر هغه چا له استثنا پرته بندیزونه ولګوي چې له ایرانه تېل اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *